Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د اېټالیا سفارت د فعالیت د پراختیا لپاره هڅې

د افغانستان لپاره د اېټالیا ځانګړې استازې او د سفارت چار سمبالې ناټالیا کوېنټاویل د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې په هېواد کې د دغه سفارت د فعالیتونو د پراختیا لپاره د هڅو خبره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغې لیدنه کې له اسلامي امارت سره د هېوادونو پر دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې اترې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې هکله ویلي:«دواړو لورو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د دوحې د وروستۍ ناستې او راتلوونکو ناستو سربېره، له لوېدیځو هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت دوه اړخیزو او څو اړخیزو د اړیکو د پراختیا او کابل کې د اېټالیا د سفارت د فعالیتونو د پراخولو د هڅو دیادونه هم وکړه.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال پر وینا، ښاغلي متقي په دې کتنه کې ویلي چې، د اسلامي امارت د تعامل دروازه د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصه ده او هره ستونزه باید له اسلامي امارت سره مخامخ شریکه کړای شي.

له دې سره هم‌مهاله، د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې د کابل او بې‌جېنګ تر منځ اړیکې مهمې بولي او د دغو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کوي.

په دې کتنه کې د چین سفیر هم په سیمه کې امنیت او ثبات د چین په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه وباله او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو له دوامه ډاډ ورکړ.

د نړۍوالو چارو کارپوه رشید قطب‌زاده په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«اسلامي امارت د لوېدیځو هېوادونو په ګډون د سیمې هېوادونو له خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او د دغو اړیکو پراختیا له ابهامه ډکې دي چې په کوم چوکاټ کې دغو خبرو اترو پراختیا موندلې ده.»

د ویلو ده چې، د افغانستان لپاره د اېټالیا سفارت چار سمبالي د چهارشنبې په ورځ د رييس الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې د روغتیا او اوبو د پروژو د عملي کېدو او همداراز د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه