د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار وايي اسلاماباد چمتو دی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.
نوموړی پر خوست او پکتیکا د خپل هېواد بریدونو ته په نغوتې سره زیاتوي چې د پاکستان پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هغه ترسره کړي او په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي نهدي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي:«ما د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته هم وویل چې زموږ معلومات دا دي چې د ګل بهادر ډله او د دې ډلې مشرتابه په افغانستان کې ده، تاسو باید اقدام وکړئ او موږ ته یې وسپارئ. کله چې کوم اقدام ونهشو، موږ اړ شوو چې په خپله عملیات ترسره کړو، دا عملیات د افغانانو، د افغان حکومت او د دغه هېواد د پوځ پر ضد نهوو، بلکې د استخباراتي معلوماتو له مخې عملیات وو.»
له دې سره هممهاله، د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان مایکل کوریلا د امریکا د استازو جرګې د وسلهوالو ځواکونو د کمېټې په غونډه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو جنګیالي حضور لري.
هغه زیاتوي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د جنګیالیو پر حضور په ټینګار سره زیاته کړه، چې طالبانو په سیمه کې نورو فعالو ترهګرو ډلو ته هم پناه ځایونه ورکړي دي.
د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان مایکل کوریلا څرګندوي:«زه غواړم ووایم موږ ګورو چې طالبان القاعدې ته د پناه ورکولو په حال کې دي. هغوی پاکستاني طالبانو او نورو سخت دریځو تاوتریخجنو سازمانونو ته هم پناه ورکوي، یوازینۍ ډله چې طالبان یې پر وړاندې په فعاله توګه مبارزه کوي، د داعش خراسان څانګه ده.»
که څه هم اسلامي امارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته غبرګون نهدی ښودلی؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د جنګیالیو او د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د پناه ځایونو په تړاو ادعاوې ردوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحاالله مجاهد څرګندوي:«په کلکه یې ردوو، هغوی طبعاً تراوسه عقدهيي کړنې لري، هغه معلومات چې د افغانستان په هکله یې وړاندې کوي، له واقعیت څخه لېرې دي، افغانستان امن دی.»
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار هم وايي:«کهچېرې پاکستانیان پر ترهګرۍ بحث کوي، په خپل هېواد کې دې رامنځته شوي پنډغالي راټول کړي، کهچېرې امریکایان غواړي چې مبارزه وکړي له خپل ملګري او تړوني هېواد پاکستان سره دې دا موضوع شریکه کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ د کب پر ۲۸مه، سهار مهال د پاکستان الوتکو د خوست او پکتيکا پر ځينو سيمو بمبار وکړ، چې له امله يې د ماشومانو او ښځو په ګډون اته تنه ووژل شول.
په دې اړه مو اندونه