Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې به د اوبو د کابو کولو نړۍوال کنفرانس جوړ شي

تر راتلوونکو څه کمو شپږو میاشتو کې به په هېواد کې د اوبو د کابو کولو لومړنی نړۍوال کنفرانس جوړ شي.

د پولي تخنيک پوهنتون ریيس  عبدالرشید اقبال د نیالګیو د کېنولو د کمپاين په پروګرام کې وایي چې ټاکل شوې، دغه کنفرانس د روسيې، هند، پاکستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو د استادانو او پوهانو له حضور سره په افغانستان کې جوړ شي.

ښاغلي اقبال وویل:«موږ په پام کې لرو چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې د اوبو نړۍوال کنفرانس د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې جوړ کړو او دا به په کابل کې د اوبو لومړنۍ نړۍوال کنفرانس وي.» 

د اسلامي امارت ځيني چارواکي له نړۍوالو سازمانونو، یوناما او اروپايي ټولنې غواړي چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي او د سمسورتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په دې هکله وویل:«زموږ هېواد ډېر زیانمن دی او د هغه علت هم دا دی چې په افغانستان کې د شین‌کوریزو ګازونو تولید کم او زیان یې زیات دی.»

له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي چې په دغه پروګرام کې یې حضور درلود، ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

مېرمن اوتونبایوا څرګنده کړه:«افغانستان د اقلیمي بدلون له ګڼو ننګونو سره مخ دی او موږ هڅه کوو چې له اروپایي ټولنې او نورو نړۍوالو سازمانونو سره په همغږۍ د اقلیمي بدلون د مخنیوي او د زرغونو سیمو د رامنځته کولو او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړو.»

د اروپايي ټولنې شارژدافېر رافایلا ایوډیس هم وايي:«موږ دا منو که‌ څه هم افغانستان د شین کوریزو ګازو په خپراوي کې لږ رول لري؛ خو ډېر زیانمن دی، جګړې او ناامنيو په وروستيو کلونو کې په افغاني ټولنه کې ستونزې راټوکولې دي، موږ ډاډ ورکوو چې اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه به په دې برخو کې په ګډه کار وکړي.»

له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای لري چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی او په دې برخه کې یې د نړۍوالو مرستو پر کمېدو هم نیوکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي چې په دغه پروګرام کې یې حضور درلود، ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

تصویر بندانگشتی

تر راتلوونکو څه کمو شپږو میاشتو کې به په هېواد کې د اوبو د کابو کولو لومړنی نړۍوال کنفرانس جوړ شي.

د پولي تخنيک پوهنتون ریيس  عبدالرشید اقبال د نیالګیو د کېنولو د کمپاين په پروګرام کې وایي چې ټاکل شوې، دغه کنفرانس د روسيې، هند، پاکستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو د استادانو او پوهانو له حضور سره په افغانستان کې جوړ شي.

ښاغلي اقبال وویل:«موږ په پام کې لرو چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې د اوبو نړۍوال کنفرانس د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې جوړ کړو او دا به په کابل کې د اوبو لومړنۍ نړۍوال کنفرانس وي.» 

د اسلامي امارت ځيني چارواکي له نړۍوالو سازمانونو، یوناما او اروپايي ټولنې غواړي چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي او د سمسورتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په دې هکله وویل:«زموږ هېواد ډېر زیانمن دی او د هغه علت هم دا دی چې په افغانستان کې د شین‌کوریزو ګازونو تولید کم او زیان یې زیات دی.»

له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي چې په دغه پروګرام کې یې حضور درلود، ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

مېرمن اوتونبایوا څرګنده کړه:«افغانستان د اقلیمي بدلون له ګڼو ننګونو سره مخ دی او موږ هڅه کوو چې له اروپایي ټولنې او نورو نړۍوالو سازمانونو سره په همغږۍ د اقلیمي بدلون د مخنیوي او د زرغونو سیمو د رامنځته کولو او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړو.»

د اروپايي ټولنې شارژدافېر رافایلا ایوډیس هم وايي:«موږ دا منو که‌ څه هم افغانستان د شین کوریزو ګازو په خپراوي کې لږ رول لري؛ خو ډېر زیانمن دی، جګړې او ناامنيو په وروستيو کلونو کې په افغاني ټولنه کې ستونزې راټوکولې دي، موږ ډاډ ورکوو چې اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه به په دې برخو کې په ګډه کار وکړي.»

له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای لري چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی او په دې برخه کې یې د نړۍوالو مرستو پر کمېدو هم نیوکې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه