په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې رییس او مل پلاوي یې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر خوشې کولو ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان دغو چارواکو همدارنګه ویلي چې په دې تړاو به د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې رییس په دې کتنه کې په ډاګه کړه چې، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه یې له مرستندویه هېوادونو د ۳ مېلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې هکله وايي:«طبعاً کهچېرې دغه مرستې وشي، د وړیتاوو د لوړېدو په برخه کې به خپله اغېزمنتیا ولري؛ خو تراوسه موږ ډاډه نهیو؛ ځکه مرستندویه هېوادونه هم خپلې اقتصادي ستونزې لري او همدارنګه پاملرنه د نړۍ نورو برخو ته ګرځېدلې. په هر صورت کهچېرې مرستې وشي خپلې اغېزمنتیاوې لري.»
د رييس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې وویل، دمګړۍ افغانستان امن دی، اداري فساد او د نشهیي توکو کښت، قاچاق او تولید نږدې صفر ته رسېدلی او ورسره په هېواد کې پانګونو ته ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي همداراز له اسیا پراختیایي بانک او نورو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«اسلامي امارت د سراسري امنیت له تامین، د فساد د جرړو له ایستلو او د بروکراسۍ له منځه وړلو سره، په هېواد کې د پانګونې د جلب او جذب لپاره زمینه برابره کړې ده. موږ له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو غواړو چې له دغه وړتیا دننه په هېواد کې استفاده وکړي او پانګونه وکړي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي کهچېرې پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه او بانکي محدودیتونه لغوه شي؛ نو ورسره به په هېواد کې د پانګونې کچه لوړه شي او همداراز به د نړۍوال بانک او د اسیا پراختيايي بانکونو فعالیتونه هم بیا پېل شي.
د صنعت او کانونو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«یوناما کولای شي چې د نړۍوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ په همغږۍ کې ښه رول ولري. بانکي بندیزونه لېرې کړل شي، د نړۍوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک سترې اقتصادي پروژې، نورې هم نږدې شي.»
د ویلو ده چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې ځینو بنسټونو خپل فعالیتونه ودرول او د کاسا زر په څېر د پروژو چارې هم ودرول شوې.