Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر د بشرپاله مرستو دویمه جوپه هرات ته را ورسېده

د قطر د بشرپاله مرستو دویمه جوپه په دوو پوځي الوتنو کې نن (سې‌شنبې) هرات ته راورسېده.

په دغو مرستو کې خوراکي توکي، روغتیايي توکي، درمل، خېمې، کمپلې او خرما شاملې دي چې ټاکل شوې د هرات ولایت پر زلزله‌ځپلو ووېشل شي.

د قطر مرستندویه ادارې مسوول مشعل هاجري دغې مرستې په هکله ویلي:«دا د مرستو دویمه الوتکه ده چې رارسېدلي او تر څو ساعتونو به درېیمه الوتکه هم هرات ته راورسېږي. د هرات ولایت زلزله‌ځپلي زمونږ مسلمان ورونه دي او تر خپلې وسې به ورسره مرستې کوو.»

دغه مرستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.

د هرات ځايي چارواکي وایي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د قطر هېواد د مرستو د وېش بهیر پېل شوی دی.

لوېدیځ حوزه کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې مسوول یار محمد فاروقي وویل:«اړتیا ډېره ده او دغه مرستې بسندویه نه‌دي. له خیریه بنسټونو او مرستندویه موسسو، سوداګرو او نړۍوالې ټولنې غواړو چې له پاکستانه ایستل شویو کډوالو او هرات ولایت کې له زلزله‌ځپلو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.»

د هرات ځينې اوسېدونکي هم له اړمنو او زلزله‌ځپلو کورنیو سره د دغو مرستو پر عادلانه وېش ټینګار کوي.

د هرات اوسېدونکی نثار احمد طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې دغه مرستې اړمنو او بې‌وزلو ته ورکړل شي.»

د هرات بل اوسېدونکي محمود هم وویل:«دغه مرستې چې له قطره رارسېدلي دي، مستحقینو ته دې ووېشل شي؛ ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او بې‌وزل دي.»

تېره اوونۍ هم د قطر هېواد د بشرپاله مرستو اویا ټني جوپه هم په یوه نظامي الوتکه کې د هرات نړۍوال هوایي ډګر ته را رسېدلې وه.
دغه مرستې داسې مهال هرات ته رارسېږي چې د هوا په سړېدو سره په دغه ولایت کې د زلزله‌ځپلو ژوند ستونزمن شوی او مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه