د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان د حکومت پریکړه له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
اسلامي امارت له ګاونډويو او د سیمې له هېوادونو د افغان کډوالو په زوره وېستنه د ټولونړۍوالو میثاقونو خلاف ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه و ویل: « په زور ایستنه که د هر هېواد اوهر چا له لوري وي غیرقانوني دي او د منل شویو نورمونو خلاف دي. داسې باید ونشي ځکه د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه کډوالو ډېرې ستونزې لیدلي دي.»
له دې سره سم، د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د اې، سي، سي کارټ لرونکو افغان کډوال د وېستنې په تړاو اندېښنه ښودلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې، دغه بهیر ودروي.
یاد سازمان لیکلي، "د بښنې نړۍوال سازمان د اې، سي، سي کارټ لرونکو افغان کډوالو په ګډون له پاکستانه د افغانانو د وېستنې پر دوام اندېښمن دی."
په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو مدافعان وايي، په دې پړاو کې د پاکستان حکومت د اې، سي، سي کارټ لرونکو کډوالو پر وړاندې سخته پالیسي غوره کړې ده.
د دوی په خبره، دغه بهیر د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوال هم اندېښمن کړي دي.
افغانستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس میر احمد رووف و ویل: «هغو افغان کډوالو ته چې د ۲۰۲۱ کال اګسټ پنځلسمې مخکې د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمیشنرۍ له لوري د پي او آر او آې سي سي کارټونه ویشل شوي، نېټه یې د همدې کال د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټه پوره کیږي. د پاکستان حکومت د پرېکړې له مخې دا کډوال باید له دغه هېواده و وځي.»
پاکستان کې د افغان کډوالو د مدافعانو غړي عتیق الله طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: « یو ډله افغانان یې په زوره له دغه هېواد ایستلي دي. د دغو کډوال د ایستلو دویم پړاو هم په نږدې یوه میاشت کې پیلیږي. په دې اړه د افغانستان حکومت پرېکړه د پښوتنې وړ ده.»
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، تر څه کم یوې میاشې له پاکستانه د نورو افغان کډوالو د راېستنې بل پړاو پیل شي.
د ویلو ده چې، له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د وېستنې په لومړي پړاو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغانان افغانستان ته راولېږدول شول.