Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت په هېواد کې د ثناالله غفاري حضور رد کړ

کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د مشر حضور ردوي او وايي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع و ویل: په دغه نوم موږ دغه ادعا ردوو او دا دروغ دي او د حقیقت خلاف دي. یانې هیڅ حقیقت پکې نشته چې د ثناالله په نوم څوک دې دلته حضور ولري.

په افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې په تېرو دوو اونیو کې د داعش بریدونو په سیمه او نړۍ کې اندېښنې راټوکولي دي.

دغې ډلې ۷ ورځې مخکې په کندهار کې یو برید وکړ او د کندهار د امنیه قومندانۍ په وینا، په دغې پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغې ډلې ۶ ورځې مخکې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې یو مرګونی برید ترسره کړ او له امله یې ۱۴۳ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۶۰ نور ټپیان شول.

له دغو بریدونو وروسته رویټرز په یوه راپور کې د افغاني او پاکستاني طالبانو د دوو سرچینو له قوله ویلي، په لومړیو کې داسې وویل شول چې، د داعش خراسان څانګې رهبر ثناءاله غفاري د تېر زیږیز کال په جون میاشت په افغانستان کې وژل شوی؛ خو په داسې حال کې چې، ټپي شوی وو؛ پاکستان ته تللی او داسې انګېرل کېږي چې، په بلوچستان کې وي.

د رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي: "د افغاني او پاکستاني طالبانو په منځ کې دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، په لومړي سر کې راپور ورکړ شو چې، غفاري د تېر زیږیز کال په جون میاشت کې په افغانستان کې وژل شوی؛ خو په داسې حال کې چې، ټپي شوی وو؛ پاکستان ته تللی او داسې انګېرل کېږي چې، په بلوچستان ولایت کې وي.

د نظامي چارو شنونکي، محمد متین محمدخیل هم په دې تړاو ویل: ټول هغه بریدونه چې تاسې په کندهار کې ولیدل، په مسکو او ایران کې مو ولیدل، د ټولو تر شا د سیمې او له سیمې اخوا استخبارات لاس لري.

د سیاسي چارو شنونکي، سید قریب الله سادات هم طلوع نیوز ته و ویل: د داعش ډله د افغانستان پورې تړاو نه لري، لکه په عراق او سوریه کې دي. په افغانستان کې یې له خلکو سره چلند او فعالیتونه ناکام وو. د خلکو له لوري ورته هیڅ ډول هرکلی نه دی شوی.

تر دې مخکې د آمریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ځینو سناتورانو په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکو هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په تړاو څرګندونې کړې وې؛ خو اسلامي امارت بیا ویلي چې، آمریکا غواړي داعش جدي ګواښ وښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه