په وروستیو ورځو کې پاکستان کې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د نیول کېدو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.
په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري طلوعنیوز ته ویلي چې، پاکستاني پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي چې د «اېسيسي» کارټ یا د افغانستان د وګړۍ کارتونه لري.
د ښاغلي تخاري په وینا، اوس اوس ۱۵ افغان کډوال چې د «اېسيسي» کارتونه یې هم لرل، د پاکستان د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل څرګنده کړه:«خط مو هم ولیکه هغه افغانان چې د ایسيسي کارټونه لري، ونه ځورول شي. کهچېرې پاکستان حکومت پرېکنده پرېکړه کړې، باید دوه اړخیزه مشوره وشي.»
په پاکستان کې ځينې افغان کډوال هم وايي د دې سربېره چې د ایسيسي یا د افغان تابعیت کارټونه هم لري؛ خو د پاکستان د پولیسو لخوا نیول کېږي.
په پاکستان کې افغان کډوال عتیقالله وویل:«د ۸۰۰ زره تنو په اجباري توګه ایستل د یوه ملت او حکومت لپاره له یوه ناورین څخه کم نهدی. باید هر څه ژر تر ژره لاس په کار شي او له یواېناېچسيار ادارې او کوربه هېواد سره د منلو وړ او مثبته لایحه تصویب کړي.»
د کډوالو چارو شنونکی محمد خان طالبي هم وايي:«له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د نړۍوالو کنوانسیونونو پر خلاف دي. د افغانستان اوسنی حکومت د خپلو کډوالو په هکله له پاکستان او ملګرو ملتونو سازمان سره سلامشورې پېل کړي.»
له دې سره هممهاله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، نږدې ۷۰۰ زره افغان کډوال چې د اېسيسي کارټونه لري، د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
ښاغلی حقاني څرګندوي:«په پاکستان کې کابو ۶۹۰ زره کډوال لرو چې د ایسيسي کارټونه لري. له هغې چې پاکستان د ایستلو دویم بهیر اعلان کړی، څو په خاصه توګه نیول شوي نهدي؛ خو له دې مخکې کابو ۳۵۰۰ تنه زنداني شوي دي.»
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې له دغه هېواده شاوخوا ۶۰۰ زره کډوال ایستل شوي او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو د اپرېل پر ۱۵مه پېلېږي.
په دې اړه مو اندونه