د محمد بن راشد آل مکتوم خیریه بنسټ د روژې له پېل راهیسې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ۱۵۰ زره کسانو ته روژه ماتی برابر کړی دی.
د دغه خيريه بنسټ مسوولان وايي، د روژې په مبارکه مياشت کې یې د روژه ماتي تر څنګ اړمنو ته د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرسته هم کړې ده.
د محمد بن راشد المکتوم خیریه بنسټ استازي سید احمد سېلاب وویل: «د شیخ محمد بن راشد المکتوم خیریه بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې چې پهکې نهه ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له ژمنې سره سم به له اختر وروسته هم مرستې دوام ولري.»
د کابل ځينې اوسېدونکي د روژې په مبارکه مياشت کې د دغه خېريه بنسټ د مرستو هرکلى کوي او هيله لري، چې له دې وروسته په بېلابېلو برخو کې له دوى سره مرستې وکړي.
د کابل اوسېدونکی محمد تقي وايي:«هر کله چې روژه ماتی ورکوي، زرګونه خلک راټولېږي او په ښه ډول پای ته رسېږي.»
د کابل یو بل اوسېدونکي محمد رجب هم څرګندوي: «نفوس ډېر دی او خلک هم بې وزله دي، ځکه کافي عاید نشته او کار هم نشته.»
د دغه خیریه بنسټ استازی ټینګار کوي چې محمد بن راشد المکتوم به په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.
په دې اړه مو اندونه