Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت رهبر: افغانان هیڅ کله هم پر اسلام معامله نه کوي

د اسلامي امارت رهبر کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر لمانځه پر مهال په وېنا کې ویلي، افغانان هېڅ کله هم پر اسلام معامله نه کوي.

شیخ هبت الله اخندازه نوموړي ته په منسوب غږیز پېغام کې چې، طلوع نیوز ته رسېدلی وایي، له شریعت به یو ګام هم تېر نشي.
هغه پرته له دې د کوم لوري نوم واخلي وایي: « ته چې پر خپل باطل دین ولاړ یې نو زه ولې پر خپل حق دین ونه دریږم؟»

هغه دغه راز وویل: « هیڅوک دې فکر نه کوي چې افغانان پر اسلام معامله کوي، چې کولای یې نو پرون به یې کړې و، په زرګونه شهیدان یې ولې ورکول.»

د شیخ هبت الله اخندزاده په خبره، له نړۍ سره د اسلامي امارت یوازنۍ ستونزه د اسلام دین دی.

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په دوام و ویل، که څوک له اسلامي امارت سره ستونزه لري حل ته یې چمتو دی خو له دین او اسلامه نه تېرېږي.

هغه لمونځ کوونکو ته په خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې، هېواد کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د قانون پر جوړولو کار روان دی او په خبره یې، نړۍ "دروغ" وایي چې ګواکې اسلامي امارت قانون نه لري.

هغه وویل: « زه د الله حدود نافذوم دوی وایي ولې په عام محضر کې حدود فافذوی، ولې لاس پرېکوې، ولې خلکو ته سزاوې ورکوې، دا زموږ د قانون خلاف ده، او ته غواړې چې خپل قانون پر ما تحمیل کړې، زما اسلام دی الهي دین دی د دې ولی درناوی نه کوې؟» 

د اسلامي امارت رهبر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه هیڅ هم ونه ویل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه