Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا رهبر: دښمن هڅه کوي چې خلک په اسلامي نظام بې‌باوره کړي

داسلامي امارت رهبر له یو شمېر دیني عالمانو، واليانو او نورو پوځي چارواکو سره په کتنه کې وایي، دښمن په نظامي ډګر کې ناکام شوی، خو په تبلیغاتي ډګر کې هڅه کوي چې خلک په اسلامي نظام بې‌باوره کړي.

د اسلامي امارت ویاند وايي ذبیح الله مجاهد وایی، مولوي هب‌الله اخندزاده په‌دې لېدنه کې ټینګار کړی چې چارواکي او ملت باید د دښمن د دسیسو او شومو موخو پر وړاندې هوښیار واوسي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «د هېواد دښمنان د نظام د ستونزو خبرې کوي او نظام تخریبوي، دا ټول هغه پروپاګند دی چې د دښمن له‌خوا په تبلیغاتي ډول تر سره کېږي.»

بل‌خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په‌دې باور دي چې د اسلامي امارت چارواکي باید دغه سپارښتنې جدي ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: «د امارت مشرتابه سپارښتنې چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي او چارواکي باید خپلو اعمالو کې اصلاحات راولي او له واسطې او انډوالۍ کار وانه خلي چې دا ډېرې ښې سپارښتنې دي.»

په د‌ې لیدنه کې د یادو ولایتونو چارواکو او دیني علماوو د اسلامي امارت له مشر سره خپلې ستونزې هم شریکې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه