Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شبرغان - مزارشریف د ګازو د لېږد د نل‌لیکې ۶۰ سلنې چارې بشپړې شوي

د کانونو او پټروليم وزارت د شبرغان- مزارشریف د ګازو د لېږد د نل‌لیکي د ۶۰ سلنې چارو له بشپړېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، له شبرغانه د ګازو د لېږد د نل‌لیکې چارې چې ۶٫۹ مېلیونه افغانۍ لګښت او ۹۵٫۵ کیلومتره مساحت لري او د دغې پروژې له بشپړېدو سره به په یوه شپه او ورځ کې مزارشریف ته ۱٫۵ مېلیون مترمکعبه ګاز ولېږدول شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل:«له دې وروسته چې دغه نل‌لیکه مزارشریف ته وغځول شي، په یوه شپه او ورځ کې د مزارشریف ښار ته د ۱٫۵ مېلیون مترمکعبه ګازو د لېږد وړتیا به ولري. چې د شبرغان ګاز، مزارشریف، صنعتي پارکونو، کورونو او ځينو کارخونو ته چې ورسره تړون لرو هغوی ته به یې ولېږدو.»

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د هېواد په کچه د ګازو تر ټولو سترې زېرمې د يتم طاق، خواجه ګوګردک، او جرقدق په کانونو کې دي او اوس‌مهال هم د دغو کانونو استخراج په قانوني ډول روان دی.

له دې سره هم‌مهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هېواد کې د کانونو په ځانګړي ډول د ګازو د کانونو د پروسس د معیاري چاڼځایونو پر جوړېدو ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی څرګندوي:«د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېره اساسي او حیاتي ده او باید پاملرنه ورته وشي، په ځانګړې توګه اسلامي امارت باید پاملرنه وکړي. زه فکر کوم چې په کافي اندازه زېرمې لرو.»

بل پلو، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په هېواد کې د کانونو په برخه کې پانګونه په اقتصادي وده کې مهمه ګڼي او د هغو پر معیاري استخراج ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله وايي:«ډېرې سترې پانګونې ته اړتیا ده چې خپل ځانګړي شرایط لري او موږ تراوسه تر هغه بریده چمتو شوي نه‌یو.»

سره له دې چې په هېواد کې د ګازو لویې زیرمې شته خو اوس‌مهال د هېواد د اړتیا وړ ګاز د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایرانه راواردېږي.

د کانونو او پټروليم د ویاند په وینا، له شبرغانه د ګازو د لېږد د نل‌لیکې چارې چې ۶٫۹ مېلیونه افغانۍ لګښت او ۹۵٫۵ کیلومتره مساحت لري

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه