Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان خپل تولید شوي د اوبلن ګازو د لېږد ټانکرونه ازبیکستان ته صادر کړل

د هرات په یوې صنعتي کارخونه کې د اوبلن ګازو د لېږد جوړ شوي ټانکرونه د لومړي ځل لپاره ازبیکستان ته صادر شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په هرات کې تولید شوي ټانکرونه، له هېواده بهر صادرېږي.

د دغې کارخونې د مسوولانو په خبره، په لومړي ګام کې دوه ټانکره ازبیکستان ته صادر شوي او تمه ده په بل پړاو کې، لسګونه ټانکرونه د ازبیکستان سربېره، د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

د اوبلن ګازو د ټانکرونو د تولیدي کارخونې عامل مدیر، سعید عزیزي وايي:«د ۴۸ زره ډالرو پر ارزښت، له اوبلن ګاز سره دوه عدده ټریلرونه ازبیکستان ته صادر شول.»

د اوبلن ګازو د ټانکرونو د تولیدي کارخونې د تخنیکي برخې مسوول، محمد اکبر منتظم، هم په دې تړاو څرګندوي:«موږ د نړۍوال سټنډرډ پر بنسټ کار کوو، زموږ معیار د امریکا معیار دی او د ترکیې د ای اس او تر نظر لاندې دی.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې کورني تولیدات د ښه کیفیت لرلو له امله، په سیمه او ګاونډیو هېوادونو کې ډېر پېرېدونکي لري.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایي امر محمد یوسف امین طلوع نیوز ته وویل:«د سوداګرۍ او پانګونې خونه کوښښ کوي تر څو صنعتي شرکتونو ته د سټنډرډ جوړولو سندونه برابر کړي، زموږ تولید چې نړۍوال مارکیټ ته ځي بې له کومې اندېښنې په ښه هویت وکارول شي.»

ورته مهال، د هرات سیمه‌ییز مسوولان وایي چې سرپرست حکومت هڅه کوي چې تولیدونکو او صادرونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات والي، نوراحمد اسلام جار په دې اړه وايي:«تاسو نن وایئ چې موږ ښه کیفیت لرونکي ټانکرونه جوړوو، چې د سیمې په سټنډرډ برابر اوسي او د سیمې هېوادونو د منلو وړ واوسي، راځئ چې سټنډرډ په هر څه کې پورته یوسوو.»

د اوبلن ګازو دغه ټانکرونه داسې مهال ازبیکستان ته صادر شوي چې په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا متحده ایالتو په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د هرات د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو د صادرېدو بهیر پېل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه