Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت؛ ازبیکستان، قزاقستان او اذربایجان ته نوي سفیران معرفي کوي

اسلامي امارت به په نږدې راتلوونکي کې د سیمې درې هېوادونو ته د نویو سفیرانو له معرفي کېدو خبر ورکوي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد که‌څه د دې په هکله چې کله به دغه سفیران رسماً معرفي شي څه نه‌وايي؛ خو ټينګار کوي چې له نورو هېوادونو سره یې سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او په وینا یې په نږدې راتلونکې کې به ازبیکستان، قزاقستان او اذربایجان ته هم نوي سفیران معرفي کړي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي:«رسماً د ازبیکستان لپاره وي، همدارنګه قزاقستان او اذربایجان هم په کتار کې دي.»

د چارو ځینې شنونکي د اسلامي مارت له لوري نورو هېوادونو ته د نویو سفیرانو معرفي کېدل د هېواد د وضعیت د ښه‌والي لپاره مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي:«موږ اوس تعامل لرو نه رسمي مناسبات. دا غوره ده چې د افغانستان اسلامي امارت قانوني نظام ولري چې نړۍ له موږ سره رسمي مناسبات ولري.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی څرګندوي:«حکومت وتوانېد چې د تېرو څو کلونو په لړ کې، ګاونډيو او نړۍوالو هېوادونو سره خپلې اړیکې عادي کړي؛ د بېلګې په توګه چین یادولای شو چې وتوانېدو پر هغوی خپل سفیر ومنو.»

د ویلو ده چې، اسلامي امارت لا تر اوسه یوازې چین ته خپل رسمي سفیر معرفي کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه