Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یوه کال کې د څه باندې ۶۸۰۰ شکایتونو ثبتېدل

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال مولوي صدیق‌الله وايي چې، دغه وزارت په تېر یوه کال کې ۶ زره او ۸۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

مولوي صدیق‌الله طلوع‌نیوز ته ویلي  په دې شکایتونو کې څه باندې ۱۷۰۰ یې یوازې د کابل مېشتو دي. 

نوموړي ویلي چې ډېری شکایتونه د ځمکو او کورونو د اړوندو مسایلو او همداراز له هېوادوالو سره د اسلامي امارت د غړو د نا مناسب چلند او د ښځو د حقونو په تړاو ثبت شوي دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال وویل:«په ټول افغانستان کې ۶۸۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي او ډېری یې حل او فصل شوي دي. او شکایت کوونکو ته قناعت ورکړل شوی او شکایت یې رفع شوی دی. او په کابل کې په تېر کال کې ۱۷۲۲ شکایتونه راغلي دي.»

نوموړی زیاتوي، د وړم کال پر تله د شکایتونو د ثبتونې ګراف راټیټ شوی دی.

مولوي صدیق‌الله څرګنده کړه:«د طالبانو او د ولس ترمنځ، څومره بېلتون چې وو، هغه څومره واټن چې وو، هغه له منځه ولاړه، طالبان او حکومت په خوی او بوی سره پوه شول، په عنعناتو سره پوه شول، هغه اشتباهي کارونه چې خطايي یا سهواً د طالبانو څخه کېدل له هغوی څخه یې ډډه وکړه.» 

د چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، د هېوادوالو شکایتونو ته رسېدنه به د سرپرست حکومت او ملت تر منځ د باور فضا لاپسې غښتلې کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل وايي:«امر بالمعروف باید داسې کارونه ترسره کړي چې د اسلامي ټولنې په ګټه وي او ترڅنګ یې، له زوره کار وانه‌خیستل شي او یوازې وعظ وشي څو خلک دین او د هغه څه مراعاتولو ته چې الهي احکام دي، تسلیم شي.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال وايي، د اسلامي امارت رهبر د یوه نوي قانون په توشیح کولو سره په څو مادو کې پر وخت د هېوادوالو شکایتونو ته پر رسېدنې ټينګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه