Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف وزارت مرستیال: ا.ا د ښځو له حقونو دفاع کوي

د امربالمعروف او نهې‌ عن المنکر وزارت په دې اند دی چې په تېر کې د ښځو حقونه نقض کېدل؛ خو اوس د هغوی ټولو حقونه تامین دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال سید علي صدیق‌الله وايي چې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته په هېواد کې له ۹۰ تر ۹۵ سلنې د منکراتو مخه نیول شوې ده.

د دغه وزارت مرستیال په بدو کې د نجونو ورکړه په هېواد کې د ښځو له حقونو د سرغړونې یوه بېلګه بولي او زیاتوي چې، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې دغه کار منع شوی دی.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د مظلومانو په دفاع کې ډېر زیارونه ګاللي دي او هم یې اراده او عزم دی چې د مظلومانو په طرف کې وردېږي. او په ټولنه کې د ښځو طبقه چې ده غه ډېره مظلومه طبقه ده. په مرور د زمان باندې به یو شی هم ونه‌وینو؛ ځکه د هغو پخوانیو کیسې چې اوس موږ اورو چې دلته اوسېدل او دا اوس چې موږ یې وینوو، په سلو کې ۹۰ سلنه تر ۹۵ سلنې په بشپړه توګه اصلاح راغلې ده.»

ورته مهال یو شمېر دیني عالمان په هېواد کې د ښځو حقونو ته په نغوتې سره زیاتوي، د هېواد ښځو ته باید د کار او زده‌کړې حق ورکړل شي.

دیني عالم عبدالرحمان عابد څرګندوي:«نرینه او ښځينه په اسلام کې د ژوند کولو، د زده‌کړو، نفقې او عزت حق لري او په دغو حقونو کې مساوي دي، نو پر دې اساس په هېواد کې باید د ښځو ټول حقونه ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو څه د پاسه دوه نیم کاله کېږي؛ خو اسلامي امارت تر اوسه له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه‌دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه