آلمانۍ شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې زرګونه تنه پخواني طالب جنګیالي تېرو دوو کلونو کې اروپا ته د کډوالۍ بهیر په ترڅ کې آلمان ته تلي دی.
د آلمان کډوالو فدرال دفتر د دې هېواد امنیتي چارواکو ته خبر ورکړی دی چې زرګونو تنو د کډوالۍ بهیر په ترڅ کې ځان د طالبانو پخواني جنګیالي بللې دي.
د دې راپور له مخې کابو ۷۰ تنو افغانانو د آلمان فدرال لویې څارنوالۍ لخوا پلټنې شوې دي، خو تر اوسه نه ده څرګنده دا چې کوم شمېر یې د طالبانو فعال جنګیالي وو.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې لا هم د څېړنو دوام په موخه شپږ تنه دا کډوال په بند کې دي او د څو تنو محکمه به ژر تر ژره پیل شي.
د آلمان فدرال څارنوالانو او د کډوالۍ دفتر تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.