Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنې طالبان پر جنګي جرایمو تورن کړل

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر، فرانس میښایل ملبن وايي چې د طالبانو لخوا د بې‎ګناه خلکو وژنه او د ښارونو ورانول د منلو وړ نه دي او د دوی دا کار جنګي جنایت بلل کېږي.

په افغانستان کې چې د اروپا ورځ لمانځل کیږي، ټول پيغامونه د سولې په اړه دي او دا چې ترهګرې ډلې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ښاغلي میلبن زیاته کړه:«طالبان له دې امله چې پر ملکي خلکو بریدونه کوي جنګي جنایت ترسره کوي او موږ له دغې ډلې غواړو د بې ګناه خلکو له وژلو لاس واخلي، د طالبانو دغه کړنې د منلو وړ نه دي، باید ډیر زر خپل دا شان کارونه پاي ته ورسوي.»

لوبغاړې، عطیې له یوه کال راهیسې د سولې د پيغام د رسولو لپاره قلم اوچت کړی او باور لري چې یوه ورځ به د سولې پيغام نه یوازې پر دیوالونو بلکې د مخالفینو پر زړونو هم وکاږي.

عطیه زیاتوي:«هر ځوان هیله لري چې د سولې په چاپېریال کې ژوند وکړي او موږ له مخالفانو غواړو چې له موږ څخه د ارامي نه اخلي.»

له بلخوا د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي یو ځاي کیدل د اروپايي ټولنې لخوا ستایل کیږي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر زیاته څرګنده کړه:«د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار یو ځاي کیدل د افغانستان لپاره یو مثبت ګام دی او دا د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې د سولې راتلل شوني دي.»

اوس له طالبانو هم داسې غوښتنه کیږي چې د سولې لاره غوره کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د کابل اوسېدونکې، روبنا زیاتوی:«تر کله جګړه او تاوتریخوالی؟راشئ سوله وکړي نور ماشومان یتیم او میندې مه بوروی.»

په داسې حال کې چې سږ کال هم د افغان ځواکونو لپاره له ننګونو ډک بلل کیږي، خو د اروپايي ټولنې سفیر په دې باور دی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړې د پاي ته رسولو لپاره باید له سیاسي لارو کار واخیستل شي.

شریک یي کړئ