Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسدالله خالد:جګړه به بدله او دفاع وزارت کې به اصلاحات رامنځته کړم

د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد وايي چې هېواد کې به د جګړې بڼه بدله او افغان ځواکونه به له دفاعي نه یرغلي حالت ته راولي.

ښاغلي خالد چې نن(شنبې د مرغومې په اتمه نېټه) دفاع وزارت کې د ځانګړو مراسمو پرمهال خبرې کولې، په دې وزارت کې یې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ. ده وویل:«وروسته له دې د دښمن په سنګرونو کې د دوی له منځه وړل زموږ شعار دی. موږ باید دښمن د هغوی په سنګرونو کې په نښه کړو.»

ده د افغان ځواکونو د مورال لوړول خپل بل لومړيتوب وښود او زیاته یې کړه چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په ځینو مواردو کې د شخصي ساتونکو په توګه کار کوي.

د ملي وزارت سرپرست همداراز د سولې له روان بهیر نه خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه:« موږ د سولې له راتګه هرکلی کوو چې د افغانانو مالکیت او عزت په کې خوندي وي.»

اسدالله خالد د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته پام په اړه وویل:«کله چې زه ملي دفاع وزارت ته راغلم نو داسې پېښې سره مخامخ شوم چې هغه هم په اندړو ولسوالۍ کې د ټپي سرتېرو بند پاتې کېدل وو. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا ډول پېښې به بیا تکرار نه‎شي؛ زه نه ویده کیږم، زه به وزارت په حرکت راولم تر څو نور زموږ سرتېري ولېږدول شي.»

ښاغلی خالد په داسې حال کې ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو له راوستو خبرې کوي چې اوس مهال د هېواد په ډېرو برخو کې نښتې روانې دي. په داسې حال کې چې هېواد کې د سولې راوستو په موخه هڅې روانې دي، ټاکل شوې ده په لنډ وخت کې د طالبانو یو شمېر استازي د سولې خبرو په موخه عربي متحده اماراتو ته لاړ شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر له افغان ځواکونو غواړي چې په جګړو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته پام وکړي او بشري قوانینو ته دې پام وکړي.

اسدالله خالد تېره اوونۍ د ولسمشر غني لخوا د هېواد دفاع وزیر طارق شاه بهرامي پر ځای وګومارل شو. له دې سره هم مهال ښاغلي غني د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له دندې ګوښه او پر ځای یې امرالله صالح وټاکه

شریک یي کړئ