Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسپر: طالبان او افغان حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، مارک اسپر وايي چې افغان حکومت او طالبان د سولې هغې هوکړې له مخې چې سږ کال راسلیک شوې ده، پر خپلو ژمنو، ژمن نه دي پاتې شوي.

نوموړي چې تېره ورځ(د غويي په ۱۶مه نېټه) خبریالانو ته خبرې کولې زیاته کړې چې امریکا او طالبانو وروسته له یوه کال خبرو دوحه کې د سولې هوکړه سره لاسلیک کړه.

د هوکړې له مخې تاوتریخوالی باید کم شوی وی، خو لیدل کېږي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد په ټولو برخو کې تاوتریخوالۍ زیاتیږي.

اسپر د خبریالانو دغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبانو د سولې هوکړې ته ژمنتیا ښودې او کنه ویلي:«زه فکر نه کوم چې داسې ووسي.»

هغه همداراز زیاته کړې ده چې د افغانستان حکومت هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې برخه نه وه، خو د امریکا دفاع وزیر وايي چې افغان حکومت او طالبان د بیان شویو شرایطو له مخې باید سره جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوشنبې د امریکا دفاع وزیر، د بروکلین انستیتوت کې ټنیګار کړی وو چې طالبان افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت په برخه کې ناکام شوي دي.

ښاغلی اسپر زیاته کړې وه چې د افغانستان د سولې بهیر په هغه ډول چې تمه کېده په چټک تیا مخته نه ځي او طالبان په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د تاوتریخوالي په کموالي کې ناکام شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر ویلي له افغانستانه د امریکا څوارلس ماشتینی خروج لا هم په لار کې دی او د افغانستان د مشرانو یعنې اشرف غني او عبدالله ترمنځ د واک وېش مهمو خبرو اترو ته په تمه دی، هغه دوه تنه چې ځانونه د افغانستان ولسمشر ګڼي.

د امریکا دفاع وزیر وايي چې اړتیا ده څو د افغانستان حکومت او طالبانو سره جوړ شي

شریک یي کړئ