د چین خبري آژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله تېره ورځ(یکشنبې د غبرګولي۲۰مه) خبر ورکړی دی چې افغانستان او پاکستان د استخباراتي مالوماتو د شریکولو لپاره ګډ همغږي کوونکي مرکزونه جوړوي.
د دې خبر له مخې افغان او پاکستاني چارواکو هوکړه کړې ده چې په کابل او اسلام آباد کې ارتباطي افسران ځای پر ځای کړي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې همغږي کوونکي مرکزونه جوړ کړي.
د ځینو چیني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې اړه هوکړه په راولپنډي کې د افغانستان او پاکستان د پوځي عملیاتو د عمومي رییسانو په غونډه کې شوې ده.
په دې غونډه کې نجیبالله عليزي د افغانستان له خوا د پلاوي مشري کوله.
د ارتباطي افسرانو ګُمارل او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د همغږي کوونکو مرکزونو د جوړیدو موخه د استخباراتي اطلاعاتو شریکول او ددې کرښې په اوږدو کې د ترهګرو په تګ او راتګ څارنه بلل شوې ده.
ویل کېږي چې ارتباطي افسران به د ترهګرو ډلو فعالیتونو په اړه فعالیت کوي.
ټاکل شوې ده چې دا استخباراتي مرکزونه په تورخم او چمن کې جوړ شي.
یو شمېر سرچېنې وايي چې د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر جاوید باجوه به سبا سې شنبې د ولسمشر غني په بلنه افغانستان ته راشي.