Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د سکانو د له لاسه ورکولو په حال کې یوازینی غیر مسلمان اقلیت

افغانستان د خپل یوازینی غیرمسلمان اقلیت د له لاسه ورکولو په حال کې دی،د هېواد د سکانو او هندو خلکو استازي وايي که څه هم یو مهال د افغانستان د هندو او سک جمعیت مخ په ودې وه،خو اوس د هغوي شمېر مخ په کمېدو دی او ډېری دغه هېوادوال د خپل ټاټوبې څخه د تېښتې په حال کې دي.

مدني نابرابرۍ، ټولنيز توپيرونه، د زورواکو لخوا د دوي د کورونو او شتمنيو غصب او د کاري زمينې نه برابريدل د هيواد د هندوانو او سکانو د تيښتې اصلي لاملونه بلل کيږي.

سناتورې او د بشري حقونو فعالې انار کلي هنریار څرګنده کړه:"د افغانستان ډېری هندو او سک چې اوس یې شمېر کم دی او ډېرې ستونرې نه لري، د هغوي یو له سترو ستوزو څخه ټولنیز تبعیض دی.د دغو ټولو منفي جنبو سره سره موږ لاهم له خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو سره ښې اړیکې لرو،خو د تولنیز تبعیض په وړاندې ناتوانه یوو".

د دغه توکم په وړاندې اوس ننګونې دومره زياتې شوې چې ان د دوي د مړو د سوځولو لپاره ځاي نه‎لري.

د دغو ستونزو له امله په هېواد کې د هندوانو او سکانو شمېير ۲ زره و ۵۰۰ تنو ته رسېدلی په داسې حال کې چې په ۱۹۹۰ لسيزه کې د دوي شمېر ۱۰۰ زرو ته رسېدلی و.

هنریار زیاته کړه:"په ټولو ولایتونو کې سکان ځمکه لري ؛خو په خواشینۍ سره ځمکې یې د جګړو په لړ کې د زورواکو له خو نیول شوي دي.خو زموږ بله ستره ستونزه دا ده چې چې یو شمېر کسانو له جعلي سندونو سره د هندانو او سکانو شتمنۍ په خپلو نومونو کړي دي".

اريندر سنګ چې د افغانستان يو سک وګړی دی او له روسانو سره هم جنګېدلی د نورو هندوانو او سکانو د ستونزمن برخليک خبره کوي.

د سکانو مذهبي عالم اریندر سنګ څرګنده کړه:"کله چې موږ حکومتي ادراو ته مراجعه کوو موږ ته ویل کېږي چې تاسې دلته څه کوﺉ تاسو خو افغان نه‎ياست، که څه هم موږ خپل پېژندپاڼې هغوي ته ورښیو خو باور نه کوي او وايي چې هند ته ولاړ شﺉ.خو دغه افغانستان زموږ هېواد دی موږ همدلته نړۍ ته راغلي یوو".

جسميت سنګ اته کلن هلک دی چې هره ورځ د مسلمانو ماشومانو لخوا ځورول کېږي.

هغه وویل: "کله چې موږ دې باندې وځو نور ماشومان زموږ دستارونه لیرې کوي او حتا کله کله موږ وهي او زموږ شته شیان له موږ څخه اخلي".

هندوان او سکان د هېواد په ولسي جرګه کې هېڅ استازی نه‎لري ترڅو د دوي غږ پورته کړي، که څه هم پخواني ولسمشر حامدکرزي دوه کاله مخکې دغه توکم ته په ولسي جرګه کې د يوې چوکۍ په پام کې نيولو غوښتونکی شو خو د دغې جرګې غړو دا غوښتنه رد کړې وه.

افغانستان د خپل یوازینی غیرمسلمان اقلیت د له لاسه ورکولو په حال کې دی،د هېواد د سکانو او هندو خلکو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه