د افغانستان ۱۴۰۰ خوځښت د کابل په سیند کې د سره رنګ په پاشلو سره،په هېواد کې د جګړې او د ولسي وګړو د وژلو د درېدو غوښتونکی شو.
د دغه خوځښت غړي د دغه کار موخه د وینې د سېل ننداره بولي چې هر ورځ په هېواد کې د بې ګناه وګړو د وژلو له امله بهېږي.
د ملګرو ملتو سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې کابو ۳ زره او ۵۰۰ مُلکي تنه په افغانستان کې وژل شوي او کابو ۸ زره تنه نور ټپيان شوي دي چې د هغوی یوه برخه ماشومان او ښځې جوړوي.