Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت او امریکا د کابل مرګونی برید وغنده

د امریکا په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو په کابل کې نننی (چهارشنبې د غبرګولي ۱۰ مه) برید چې د ۸۰ تنو د وژل کېدو او څه باندې ۴۰۰ تنو د ټپي کېدو لامل شوی په کلکو ټکو سره وغنده او دغه برید یې یو ناانساني کړنه وبلله.

په همدې حال کې ولسمشرماڼۍ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي:« د افغانستان دښمنانو د کابل ښار له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې وزیرمحمداکبرخان مینه کې د ترهګریز برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا زموږ د روژتي هېوادوالو ارامتیا خرابه او یو ستر بشري جنایت یې ترسره کړ. ترهګرۍ ډلې چې د اسلام په نامه خلک وژني او جنګي جنایتونه ترسره کوي، له دیني لارښوونو بې خبره دي. دغه جنایت‌کاران هر وخت سپېڅلي ځایونه، جوماتونه، دیني علما، ماشومان او ښځې په نښه کوي او خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«  جمهوررئیس غني دغه وحشیانه برید په کلکه وغانده، وې ویل: تروریستان حتا د روژې په مبارکه میاشت چې د خیر، برکت او عبادت میاشت ده،  د بې‌ګناه وګړو وژنې نه بس کوي.»

ولسمشر غني اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د پېښې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې بیړني ګامونه پورته کړي.

ښاغلي غني د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګند او د خدای تعالی په دربار کې يې د دغې دردونکې پېښې شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا وکړه.

دغه برید چې د هېواد په یوې ګڼې ګوڼې سیمه کې شوی ۸۰ تنه یې شهیدان کړي او څه باندې ۴۰۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

په همدې حال کې، د بهرنیو چارو وزارت او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نننی برید په کلکو ټکو سره غندلی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې راغلي دي:«هغو ترهګرو چې د افغانستان د خلکو د وژلو او د دغه هېواد د ویجاړولو لپاره یې ملا تړلې ده، حتا د روژې مبارکې میاشت درناوی یې هم تر پښو لاندې کړ او نن سهار چهارشنبې د کابل ښار زنبق څلور لارې ته‎څېرمه د ځانمرګي برید په ترسره کول سره یې یوشمېر هېوادوال شهیدان او ځینې نور یې ټيپان کړل.»

پخواني ولسمشر حامد کزري هم د دغه برید د غندلو ترڅنګ دغه برید یې یوه ترهګریزه کړنه بللې ده.

په هغې خبرپاڼه کې چې د حامد کرزي د دفتر له خوا خپره شوې راغلي دي:«د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د کابل د زنبق په څلور لاره کې ترهګریز برید چې زموږ د هېوادوالو د ډېر شمېر د شهادت او ټپي کېدو لامل شوی په کلکو ټکو وغنده. پخوانی ولسمشر دغه وحشیانه او له انسانیت څخه لیرې کړنه یې د افغانستان د سولې، ټیکاو او ارامښت د دښمانانو او د ټولو اسلامي او بشري اصولو پر ضد کړنه وبلله. حامد کرزي د دغې پېښې د شهیدانو لپاره د لایزال خدای له درباره جنت الفردوس، او د کورنیو ته یې جمیل صبر او د ټپيانو لپاره عاجله شفا وغوښتله.»

د افغان چارواکو تر څنګ، یو شمېر نړیوالو هېوادونو هم دغه برید غندلی دی.

په کابل کې د امریکا سفیر هوګو لارینس د دغه برید په تړاو ویلي:«ترهګر او ټول هغه کسان چې هغوی تمویلوي د نړۍ د ټولو متمدونو کسانو د کرکې مستحق دي.»

دغه امریکايي ډیپلوماټ یو ځل بیا ژمن شو چې امریکا به همدارنګه د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.

هغه زیاته کړه:«موږ د افغانستان د خلکو او د ملي یووالي حکومت ترڅنګ یوو او د دغه ستر ملت د یوې روښانه راتلونکي لپاره د هغوی له هڅو څخه ملاتړ کوو.»

له بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم نننی مرګونی برید غندلی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد یو شمېر ډیپلوماټان هم په دغه برید کې ټپيان شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«پاکستان په خپله د ترهګرۍ قرباني دی او له هغه درد او کړاو څخه چې د ترهګریزو بریدونو له امله د ټولنې په خلکو تحمیلېږي په بشپړه توګه دغه درد حس کوي. د پاکستان خلک او حکومت د خپلې خواخوږۍ ژور مراتب د قربانیانو کورنۍ، د افغانستان خلکو او حکومت ته وړاندې کوي.»

پاکستاني چارواکو ویلي دي اسلام اباد ترهګري په هره بڼه چې وي غندي او د دغې پېښې ټپیانو د روغتیا لپاره دعا کوي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د کابل نننی برید په کلکه غندي.

ښاغلي مودي د دغه برید په غبرګون کې په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي:«هند له ترهګرۍ سره د هر ډول مبارزې په کار کې د افغانستان ترڅنګ دی، هغه ځواکونه چې د ترهګرۍ په تمویل لاس پورې کوي باید مات کړل شي.»

دغه برید چې د هېواد په یوه ګڼې ګوڼې سیمه کې شوی ۸۰ تنه یې شهیدان کړي او څه باندې ۴۰۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

شریک یي کړئ