Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت نن ۹۰۰ طالب بندیان له دولتي بندخونو ازاد کړل

د دوه زره طالب بندیانو د ازادولو په اړه د ولسمشر د حکوم په لړ کې د هېواد له بندخونو نن ۹۰۰ تنه له دغو بندخونو ازاد کړل شول.

دا د طالبانو لومړنۍ ستره ډله ده چې په ډله یزه توګه د دولت له بندخونو ازادېږي.

د ملي امنیت شورا، د دغې ډلې د بندیانو د ازادولو علت د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل لپاره د حکومت ښه نیت ګڼي.

دغه بندیان د څرخلي پله، بګرام او نورو بندخون ازاد کړل شوي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«دا شمېر به دوو زرو ته ورسېږي، خو پاتې په دې پورې تړاو لري چې طالبان څه کوي. د تاوتریخوالي دوام له شک پرته چې له سولې سره مرسته نه کوي.»

د دغو طالب بندیانو خوشي کول د طالبانو او حکومت ترمنځ د اوربند په درېیمه ورځ ترسره شول.

د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم وايي:«دوی یا د جګړې ډګر ته ورګرځي او خپلو کورونو ته ستنېږي.»

د طالبانو د وخت لوی څارنوال جلال الدین شنیواری هم زیاتوي:«که د اسلامي امارت د دوه زره اسیرانو د ازادۍ شاهد واوسو، په یقین ویلای شم چې د افغانستان اسلامي امارت به د اوربند د غځېدو په اړه فکر وکړي.»

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د جګړې ډګرونو ته د دغو طالب بندیانو د ستنېدو په اړه د ډاډ پر ترلاسه کولو ټينګار کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال تعیم نظري وویل:«داسې کسان شته چې جنګي جرمونه او د بشریت پر ضد جنایت کړی او یا داسې کسان شته چې د هغوی پر ضد د حق العبدي ادعاګانې شتون لري دوی باید هېڅکله د ازاد شویو به منځ کې نه وي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک کې چې په قطر کې لاسلیک شو، راغلي دي چې د طالبانو پنځه زره بندیان به د حکومت له بندخونو ازاد شي او د دولتي ځواکونو زر بندیان به د طالبانو له بنده ازاد شي چې د سولې خبرو اترو لپاره زمنیه برابره شي.

شریک یي کړئ