د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولي خبرو اترو په اړه نن کابل ته راورسېد.
کابل کې د امریکا سفارت وايي چې ښاغلی خلیل زاد به د سولې خبرو اترو د نورو ګامانونو په اړه د افغان حکومت له چارواکو او سیاستوالو سره خبرې وکړي.
دا درېیم ځل دی چې ښاغلی خلیلزاد کابل ته راځي. له دې مخکې د تلې او لیندۍ په میاشتو کې کابل ته راغلی وو او د حکومت له مشرانو، سیاسي او جهادي مشرانو سره د افغان سولې په اړه لیده کاته کړي وو.
د ښاغلي خلیلزاد دغه سفر د روان کال د مرغومي په ۱۸ مه یل او د سلواغې تر دویمې نېټې به دوام وکړي.
په هغه اعلامه کې چې کابل کې د امریکا سفارت له خوا خپره شوې راغلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد کابل ته راورسېد، څو له ولسمشر غني، اجرایيه ریيس عبدالله او سياسي مشرانو سره وویني.
په اعلامیه کې راغلي دي: «نن د افغانستان د سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته ورسېد، څو له ولسمشر غني، اجرایيه ریيس عبدالله او سياسي مشرانو سره وویني. په افغانستان کې د سولې د هر اړخيز بهير په برخه کې د متحده ايالاتو د هڅو د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې اترې وکړي.»
خلیلزاد کابل ته له راتګ څخه مخکې د افغان سولې په هلکه ، هندوستان، متحده عربي اماراتو او چین ته هم سفرونه وکړل. او په افغانستان کې د سولې د هر اړخيز بهير په برخه کې د متحده ايالاتو د هڅو د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې اترې وکړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغي چې:«ښاغلي خليلزاد د افغانستان د ملي وحدت حکومت او نورو ښکېلو افغانانو سره د همغږۍ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي تر څو د سولې بهير چې مشري او مالکيت يې د افغانانو په غاړه دی بريالی شي.
د جګړې د ختمولو د څرنګوالي په اړه د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو دودول او په خبرو اترو کې د ګډون لپاره د ګوندونو هڅول د متحده ايالاتو موخه ده ترڅو داسې هوکړه وشي چې له امله يې هر افغان د قانون په وړاندې ورته حقونه او وجايب ولري.
ښاغلي خليلزاد د ډسمبر په مياشت کې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د جګړې د ختمېدو يوازينۍ لاره د ټولو اړخونو تر منځ خبرې اترې او د يو بل منلو د مخې د افغانستان د سياسي راتلونکې لپاره هوکړې ته رسېدل دي.