Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

الېس وېلز: چین په افغانستان کې د ټیکاو لپاره ګام نه دی پورته کړی

د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي چې چین تراوسه د افغانستان په بیارغونې او پراختیا کې د یوه واقعي لوبغاړي په توګه ګام نه دی پورته کړی.

الېس وېلز زیاتوي چې بینجنګ غواړي د افغانستان کړکېچ ته د سیاسي حل لار په پيدا کولو کې له واشنګټن سره همکاري وکړي، خو د هغې په وینا چې تراوسه دا همکاري لیدل شوې نه ده

الېس وېلز زیاتوي چې چین آن د افغانستان د مسو کان د راویستلو په اړه کړې ژمنه لا تر اوسه نه ده عملي کړي:«په دې اړه ویلی شم چې، امریکا او چین به د افغانستان د سیاسي حل په برخه کې مهم همکاران وي او په دې برخه کې فرصتونه هم وینم. زلمی خلیلزاد د سیمې د نورو لوبغاړو سربیره له خپل چینايي سیال سره په معمول ډول ګوري؛ خو ما تر اوسه د افغانستان د امنیت خوندینې په برخه کې د چین د واقعي مرستو څرک نه دی لیدلی.»

مېرمن وېلز چې، د پاکستان په ګډون په سیمه کې د چین د سیاستونو په اړه د امریکا په ویلسن څېړنیز مرکز کې خبرې کولې، د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو د پراختیا لپاره د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان مبارزه یوه اړتیا وبلله.

د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز په دې اړه څرګنده کړه:«دا ظرفیت شته چې، پاکستان د ترهګرو چې د نیابتي جګړې عناصر دي، د محدودولو لپاره ګامونه پورته کړي او د اړیکو پراختیا همدې ټکي پورې تړلې ده.»

خو چین تل د افغان سولې په بهیر کې د مرستو ژمنه کړې او بیجینګ په تېره یوه میاشت کې د بین الافغاني ناستې کوربتوب لپاره تیاری هم نیولی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«هغه څه چې په تېر کې مو هم ویلي، په لوجستکي او اداري برخو کار شوی خو دا چې څه وخت جوړېږي او په کومه نېټه، دا په کوربه هېواد پورې اړه لري.»

له بل لوري "باب منینډیز او ټاډ یانګ" د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې دوه سناټورانو داسې یوه لایحه جوړه کړې چې، د واشنګټن او طالبانو تر منځ له هوکړې به کانګرس څارنه کوي.

د دغې لایحې له مخې د امریکا حکومت اړ دی کانګرس ته ډاډ ورکړي چې، له طالبانو سره د سولې هوکړه کې به د ښځو لاسته راوړنې او د لږکیو حقوق په کې خوندي پاتې شي، طالبان به له القاعده سره اړیکې پرې کوي او همداراز له افغانستانه به پر امریکا برید نه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چین د افغانانو ترمنځ - افغان حکومت، سیاستوالو او طالبانو ترمنځ غونډې کوربه توب وکړي.

شریک یي کړئ