Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امرالله صالح:که چېرې پر امر عبدالستار عملیات قصدي وي ملي خیانت دی

د اشرف غني په مشرۍ د «دولت جوړونکي»ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وايي که چېرې دولتي ځواکونو پر امر ستار قصداً عملیات کړي وي، دا ملي خیانت دی.

امر ستار، له خپل زوی، خوريي او دوه نورو کسانو سره د یکشنبې پر شپه د (مرغومې په ۱۴مه) د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. خو ملي امنیت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امر ستار یو له جهادي قومندانانو او د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې غړی و.

امرالله صالح نن (جمعه د مرغومې په ۲۰مه) له ځینو دولتي چارواکو او پخوانیو جهادي قومندانونو سره په پروان ولایت کې د امر ستار د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړوی و.

بلخوا څېړونکی پلاوی به خپل کار تر راتلوونکو دوه اوونیو پای ته ورسوي او موضوع به روښانه شي.

امرالله صالح په دې اړه وویل:«فرض کړئ خدای مه کړه د امر صاحب عبدالستار په وجود کې کومه لکه وای، ایا په یوه شپه کې، خیرخانه کې د یوې څوکې په لورد د ځواکونو داسې لښکر کشۍ ته اړتیا وه؟»

د امر عبدالستار د وژلو د څرنګوالي د څېړنې لپاره یو نهه کسیزه پلاوی ګومارل شوی. تراوسه مشخصه نه ده چې په کوم دلیل د ملي امنیت ځواکونو پر امر ستار عملیات وکړ.

خو امرالله صالح وايي چې ولسمشر غني له دغو عملیاتو خبر نه درلود او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د مشرتابه ځوابونه هم ورته د قناعت وړ نه وو:«لومړنی دلیل چې د افغانستان ولسمشر حیران شو دا دی چې ولې د هغوی د خپل دولت سیسټم «ولسمشر» یې په جرین کې نه کړ.»

د ولسمشر غني سلاکار الماس زاهد چې هم نن په پروان ولایت کې د امر عبدالستار د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی و، وویل:«تر هغې چې عاملان د خپلو کړو پر سزا ونه رسېږي او تر هغې، هغو کسانو چې په دغې توطیه او دسیسه کې لاس لرلی، د قانون منګولو ته ونه سپارل شي - موږ دغه پېښه تعقیبوو.»

له بلخوا د پروان والي، آمر ستار د نظام ملاتړی بولي خو وايي ورور یې ناقانونه وسله وال لري.

د پروان والي فضل الدین عیار ځرګنده کړه:«واقعاً له ورور سره یې ځينې کسان شته چې له دې سترګې نه شو پټولای.»

د حقیقت موندونکي پلاوي غړی ایوب سالنګي وویل:«زموږ رسمي جلسې او عملي کار د شنبې په ورځ پیلېږي.»

د امر عبدالستار حقیقت موندونکي پلاوي غړی ایوب سالنګي وايي چې دغه پلاوی د شنبې په ورځ خپل عملي کار پیلوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه