Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي جنرال: ښایې لنډ وخت کې افغانستان کې وسوله راشي

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز، جنرال مارک میلي چهارشنبې(د لیندۍ په ۶مه نېټه) له افغانستانه د لیدنې په ترڅ کې وویل چې افغانستان کې د سولې خبرو اترو بریالیو پایلو په فرصت د تېر په پرتله ډېر لیدل کېږي.

هغه هیله من دی، دا چې ښایې لنډ وخت کې به افغانستان کې د سولې رسیدو هوکړه ممکنه وي.

سره له دې هم جنرال میلي زیاتوي چې یو شمېر کارونه باید ترسره شي، څو افغانستان کې ۱۸ کلنه جګړه پایته ورسیږي او بریالیو خبرو ته لار هواره شي.

دا د کیلي لومړی سفر دی چې پر دندې له ګمار کېدو وروسته یې افغانستان ته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې کال د سپټبر به میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موخه خبرې اترې په کابل کې د طالبانو لخوا د برید له کبله ودرول شوې.

برید چې د سپټمبر میاشتې په پنځمه نېټه کابل کې د یوه ټونس موټر په مرسته وشو، په کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسانو په کې ووژل شول. د دغه برید مسوولیت طالبانو ومانه.

خو اوس د امریکا لوی درستیز وايي چې د سولې خبرې به دوام وکړي.

تېره میاشت امریکايي پوځیانو تایید کړه چې کابو دوه زره امریکايی سرتېري یې په افغانستان کې کم کړي دي.

اوس مهال کابو ۱۲ تر ۱۳ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې ځای پر ځای دي چې تر ډېره افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي او یا هم له ترهګرۍ سره پر مبارزې بوخت دي.

مخکې له دې د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې ټاکل شوې افغانستان کې خپل سرتېري  ۸۶۰۰ تنو را کم کړي.

جنرال مارک میلِ د روان زیدیز کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا د لوی درستیز په توګه وګمارل شو

شریک یي کړئ