د امریکا متحده ایالاتونو چارواکو منلې چې له اعراق څخه ویستونکي خپل سرتېري به افغانستان ته راولېږدوي.
دوی ویلي چې په عراق کې د داعش تر ماتې وروسته به خپل ځواکونه وباسي.
داسې راپورونه شته چې په دغو امریکايي ځواکونو کې یې یو شمېر د امنیتي شرکتونو سرتېري دي.
ویل کېږي، په عراق کې د مېشتو ځواکونو شمېر پنځو زرو ته رسېږي او په تېرو څو اوونیو کې یې ځینې جنګي تجهیزات لا وار دمخه افغانستان ته رسېدلي دي.
تر اوسه افغانستان ته له عراق څخه د راتلونکو امریکايي سرتېرو شمېر معلوم نه دی.
خو امریکايي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وه چې نېږدې زر پوځیان به یې په افغانستان کې له مېشتو شپاړس زره سرتېرو سره یو ځای شي.