Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړ

امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کموالي بهیر پیل کړی دی.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت د ګډې اعلامیې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو «په شرایطو پورې تړلي» وتلو بهیر پیل شوی او د ۱۳۵ ورځو په لړ کې، په هېواد کې به د امریکايي ځواکونو شمېر به اته زره او ۶۰۰ تنو ته راکم شي.

اخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سني لګیټ وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر له پيلېدو سربېره به دغه ځواکونه د القاعدې او داعش ډلو پرخلاف د عملیاتو د اجرا لپاره خپل امکانات او صلاحیتونه خوندي وساتي.

هغه ویلي:«په افغانستان کې امریکايي ځواکونه د خپلو موخو له هغې ډلې د القاعدې او د داعش د خراسان څانګې پرخلاف د ترهګرۍ ضد عملیات او له افغان امنیتي او دفاعې ځواکونو د ملاتړ لپاره خپل ټول پوځي وسایل او صلاحیتونه خوندي کوي.»

خو امریکايي سناتور کرس مورفي د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان په ګټه نه دي.

هغه د خپل ټویټ په یوه برخه کې لیکلي:«ما نن له طالبانو سره د سولې د هوکړې طبقه بندي شوي جزیات ولیدل، زه له طالبانو سره د خبرو ملاتړی وم، خو هرڅومره چې په دې هکله زیات جزیات اخلو، اندېښنې مو لا زیاتېږي چې ټرمپ به له افغانستانه وتښتي.»

د سیاسي چارو کارپوه صالح محمد ریګستاني په دې اړه وايي:«په دغه پړاو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غیر مسوولانه دي او دا وتل زما په اند باید تر څلورو وروسته ترسره شي، ځکه چې زموږ ځواکونه تراوسه ځينې تجهیزات او وسلې نه لري.»

د امریکا او افغان حکومت د ګډې اعلامیې له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له کمښت وروسته به ناټو هم په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي.

د افغانستان د سولې او جګړې د انسټیټوټ رییس تمیم عاصي په دې هکله څرګندوي:«که چېرې امریکا او متحدین یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل مالي، لوژستیکي او تخنیکي ملاتړونه ته دوام ورکړي، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د ې وړتیا لري چې په یوازې توګه د افغانستان امنیت ونیسي او په هېواد کې ثبات ټينګ کړي.»

ټاکل شوې ۸۶۰۰ نور امریکایي پوځیان د ناټو له ۸۵۰۰ سرتیرو سره د تاوتریخوالي د کمښت د دوام لپاره د طالبانو د ژمنو په عملي کېدو او پایلې ته د افغانانو ترمنځ خبرو په رسېدو د ځواکونو د وتلو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته په نهو میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

د ۱۳۵ ورځو په لړ کې، په هېواد کې به د امریکايي ځواکونو شمېر به اته زره او ۶۰۰ تنو ته راکم شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه