Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي بنسټونه د ملا منان وژنه پر امنیتي وضعیت بې اغېزې نه بولي

په پلازمېنه کابل او هلمند کې امنیتي چارواکي او ځايي مسوولین وايي، د هلمند لپاره د طالبانو د نومول شوي والي وژنه به پر امنیتي وضعیت بې اغېزې نه وي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، ملا منان په جنوب او جنوب ختیځو سیمو کې د طالبانو مهم کلیدي غړی و.

هغه زیاته کړه: «دا په جنوب او جنوب ختیځو سیمو کې یو کلیدي کس و، چې متاسفانه په هلمند او ګاونډیو ولایتونو نا امنیو کې يې لاس درلود.»

ملا محمد رحیم چې په ملا منان مشهور و، تېره ورځ په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو په یو پوځي رونیز مرکز کې د هوایی برید په پایله کې ووژل شو. 

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري رسنیو سره هغه تصویرونه شریک شوي، چې طالبان پکې د روزنې پر مهال ښکاري. 

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي ملا منان پر هلمند سربېره د فراه، نیمروز او کندهار  په جګړو کې يې لوی لاس درلود: «هغه د نشه‌یي توکو قاچاقبر هم و او د هلمند، فراه، نیمروز او کندهار په نا امنیو کې يې لوی لاس درلود.»

د هلمند والي محمد یاسین وايي هغه په جګړو کې مهم رول درلود او زیاتوي: «په جګړو کې يې مهم رول درلود، خو د دې تر څنګ يې د قاچاق او سوداګرو د ګواښلو لپاره شخصي بانډ هم درلود.»

هغه وړاندې زیاته کړه، چې ملا منان له ایران او ځینو نورو هېوادونو سره د اړیکو هڅه هم کوله: «داسې معلومات راتلل، چې هغه له ایران سره هم اړیکي لرل او نورو هېوادو سره هم.»

د هلمند د ولایتي شورا غړی مجید اخندزاده وايي، د ځمکو مالیات يې د لګښت په ډول کارول: «سلګونه ټنه تریاک يې له دې سیمو ټولول، د خپلو مصارفو یوه منبع يې همدا قاچاق و.»

ملا منان له شاوخو اتو کلونو راهیسې د طالبانو له لوري نومول شوی والي و، چې په اړه يې خپره کړې اعلامیه کې هغه لویه ضایعه بللې ده.
 
شریک یي کړئ