د ننګرهار ولایت سیمهییز چارواکي د افغان ځواکونو دوو میاشتنیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې له وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت د شېرزادو ولسوالۍ له بشپړه پاکوالي خبر ورکوي.
دغه چارواکي وايي چې د شېرزادو ولسوالۍ کابو ۱۰ کاله د طالبانو په واک کې وه.
ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان، محمدایوب حسینخېل وايي:« موږ د افغانستان د نظام دښمنانو ته خبرداری ورکوو، که د سولې بهیر سره یوځای نشي او خپلو جګړو ته دوام ورکړي، نو د افغان ځواکونو سخت غبرګون سره به مخامخ شي.»
همداراز د ۲۰۱سېلاب قول اردو څلورمې لوا قومندان، محمد کریم نیازی زیاتوي:« طالبان که هر ځای کې د افغانانو ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي، افغان ځواکونه به د دوی ترهګریزو بریدونو پر وړاندې ودریږي.»
په همدې حال کې د پوځ سرتېري هم د خلکو د ژوند ارامۍ لپاره د ترهګرو ځپل خپله دنده بولي.
د پوځ سرتېری، ذبیح الله په دې اړه وايي:« موږ هڅه کوو چې په دې ولایت کې د طالبانو د بریدونو مخه ونیس، ترڅو خلک په هوسا ډول ژوند وکړي.»
بل سرتېری، حضرت علی زیاتوي:« اوس په شېرزدو کې امنیتي حالت ښه شوی دی، موږ له خلکو سره یوو او هڅه کوو چې د خلکو رضایت ترلاسه کړو.»
په همدې حال کې د شېرزادو ولسوال وايي چې دفاعي او امنیتي ځواکونه د طالبانو هر ډول برید ته چمتووالی لري.
د شېرزادو ولسوال، مبارز خادم په دې اړه داسې وايي:« د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو سره، طالبان له دې ولسوالۍ وتښتېدل او اوس په شېرزادو ولسوالۍ کې امنیتي حالت ښه دی.»
په همدې حال کې امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ډېر ژر به په حصارک ولسوالۍ کې هم د طالبانو د ځپلو عملیات پیل کړي.