Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انس حقاني له بنده خوشې شو؛ خو کورني بند کې به وي

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د حقاني ډلې درې غړي دوشبې(د لړم په ۲۷مه نېټه) له بګرام زندانه خوشې شوي او قطر ته استول شوي دي، خو دا کسان به هلته په کورني بند کې وي.

که څه هم انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د حقاني ډلې درې غړي، افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو په بدل کې خوشي شوي، خو د یادو استادانو د برخلیک په تړاو مالومات نشته.

افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې له کابله وتښتول شول.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر، مایک پومپیو او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار، رابرت اوبراین سره د ټلفوني اړیکې په ترڅ کې د حقاني ډلې د بندیانو خوشې کولو خبرې کړې او همداراز یې ټینګار کړی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره اوربند او یا هم د تاوتریخوالیو کمښت اړین دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ټویتر پاڼې د یوه پیغام په ترڅ کې لیکلي چې دا خبرې دوشنبې شوې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې امریکا د ولسمشر له پرېکړې ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې چې که طالبان حسن نیت ښکاره نه کړي، دوی به د دغې ډلې لخوا تاوتریخوالیو هر ډول ځواب لپاره له افغان حکومت سره یوځای کار وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ همداراز ویلي چې دواړو لورو هوکړه کړې دا چې د افغانانو ترمنځ د خبرو او یوې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره اوربند او یا د تاوتریخوالیو کمښت یو اړین شرط دی.

سرچینې وايي چې د حقاني ډلې دا درې خوشې شوي غړي به دوحه کې په کورني بند کې وي

شریک یي کړئ