د اسلامي امارت جګپوړی چارواکی انس حقاني لوېدیځې رسنۍ په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په هکله د پروپاګند پر خپرولو تورنوي او وايي چې هغوی خپل خلک له حقیقته لېرې ساتلي دي.
ښاغلي حقاني په پاکستان کې د برېټانیې د سفیرې وروستۍ څرګندونو په غبرګون کې په خپله توېټر (اکس) پاڼه لیکلي چې جین ماریوټ لاهم د «پروپاګند» له امله نهشي کولای چې حقیقت وویني.
هغه ویلي:«د ترهګرۍ په نامه یوه ظالمانه جګړه پېل شوه او د یرغلګرو له ماتې سره پای ته ورسېده. هغوی چې د سازمانونو او هېوادونو له خوا په تور نوملړ کې ځای پر ځای شوي وو، اوس د دغې خاورې حاکمان دي... د شبکې په نامه هېڅ شی شتون نهلري، بلکې یو هېواد، نظام او مشرتابه دی.»
په پاکستان کې د برېټانیې سفیرې جین ماریوټ له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې ترهګرې ډلې او د پاکستاني طالبانو تحریک غړي په افغانستان کې فعالیت لري او د افغانستان سرپرست حکومت باید د هغوی پر وړاندې اقدام وشي.
په دې اړه مو اندونه