Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

انس حقاني: اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غېږ پرانیستې ده

د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني وایي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غېږه خلاصه کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې اسلامي امارت حتا له هغو کسانو سره د جګړې د پای اعلان کړی چې پر افغانستان یې یرغل کړی وو.

ښاغلي حقاني دغه څرګندونې د خوست په غازي ببرک خان منار کې د برېټانیوي، مخکینۍ شوروي او متحده ایالاتو له پوځیانو پاتې شوي پوځي تجهیزات  په نندارتون کې کړې دي.

د اسلامي امارت لوړپوړی غړی په دې هکله وايي:«موږ ټولې نړۍ ته د تعامل غېږه ورکړه، حتا هغو سره مو هم د دښمنۍ د فصل پای اعلان کړ چې پر موږ یې یرغل وکړ، د دغو خلکو کرامت ته یې درناوی ونه‌کړ او ډېرې سپېڅلې وینې یې تویې کړې.»

ښاغلی حقاني د خپلو خبرو په بله برخه کې، د اسلامي امارت د پوځ پر ځواکمنېدو ټینګار کوي. نوموړی په هېواد کې د دیني او عصري زده‌کړو د زمینې برابرېدل هم مهم ګڼي.

د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني وايي:«نور د دې وطن د جوړولو وخت دی، د زړونو د ګنډلو مرحله ده او تر دې وروسته باید لکله نور پرمختللي ملتونه د ژوند اسانتیاوې لرو، با ایمانه پوځ مو په عصري وسلو سمبال وي، خپل تولیدات ولرو او نوي نسلونه مو پر دیني او عصري علم سمبال وي.»

د اسلامي امارت دغه چارواکی داسې مهال له نړۍ سره پر تعامل ټینګار کوي چې څو ورځې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د سنګاپور د سټراټېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې ویلي و چې له اسلامي امارت سره د تعامل نشتوالی به په افغانستان کې اړو دوړ او تشه رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه