په تهران کې د افغانستان سفارت په یوې خپرپاڼه کې د دې پخلی کوي چې ایران کې یوې ټرافیکي پېښه کې درې تنه افغان وګړي وژل شوي دي.
په هغې وېډیو کې چې د دغه سفارت له خوا خپره شوې، یو موټر په سور لبمو کې لیدل کېږي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد د پولیسو پر حواله لیکي چې یزد ولایت په ټرافیکي پېښه کې، درې تنه افغان وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپيان دي.
سرچینې وايي چې د دغې پېښې مرګ ژوبله له دې ډېره ده.