Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تهران کې افغان سفیر ته د ایران بهرنیو چارو وزارت ګواښ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۶مه) ویلي دي چې په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت او هرات کې د کونسلګرۍ په وړاندې د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د ربړولو او وژلو په پار د وروستیو لاریونونو په غبرګون کې په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال ته ګواښ کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي چې په افغانستان کې وروستي اعتراضونه د ځینو کړیو له خوا د تهران او کابل د اړیکو د خرابېدو په پار شوي دي.

هغه زیاتوي چې د دغو لاریونونو په غبرګون کې، په تهران کې د ایران سفیر نوی احضار شوی او هغه ته ګواښ شوی دی.

ښاغلی موسوي زیاتوي چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د ایران سفارت او کونسلګریو په مخ کې ناقانونه لاریونونه کړي دي چې وضعیت یې د پردیو په ګټه، او د دواړه هېوادونو اړیکې خرابې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې لاریون کوونکي یوازې د ګوتو په شمار کسان وو او موږ په تهران کې د افغانستان سفیر ته ګواښ کړی چې دا ټول اقدامات سپکاوی او د زغم نه وړ سرغړونه ده.

تېره ورځ، ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې ولسمشر غني د کابینې په غونډه کې د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر ته حکم وکړ چې په راتلوونکې اوونۍ کې ایران ته سفر وکړي او د افغان کډوالو د وروستیو پېښو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ملي مشارکت ګوند پلویانو، په ایران کې د دوه بېلابېلو پېښو په لړ کې د افغان کډوالو د وژلو په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړ.

اعتراض کوونکو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د دغې پېښې څرنګوالی وڅېړي او د هغه عاملان محکمې ته وکاږي.

یوه اوونۍ مخکې کومې وېډیوګانې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي، ویل شوي چې د ایران په یزد ولات کې د غه هېواد د پولیسو د ډزو په لړ کې د افغان کډوالو د لېږد یو موتر اور اخیستی او درې تنه افغان کډوال وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

یوه میاشت مخکې هم، سیند ته د ایران د پلوله ساتو ځواکونو له خوا د ۴۶ افغان کډوالو د اچولو په اړه رپوټونه خپاره شول - هغه پېښه چې د افغان حکومت حقیقت موندونکي پلاوي د شمېرو پر بنسټ، په هغه کې ۱۰ تنه افغان کډوال وژل شوي او ۱۷ تنه نور نادرکه دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې د دغو لاریونونو په غبرګون کې، په تهران کې د ایران سفیر نوی احضار شوی او هغه ته ګواښ شوی دی.

شریک یي کړئ