کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باوجوه د سفر له اعلان سره په ورته وخت کې، د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې افغان حکومت یوځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو د دغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو امن پټنځایونه له منځه یوسي.
په افغانستان کې د امنیتي ستونزو پروړاندې خبرې او د سولې خبرو اترو ته د وسله والو طالبانو راوستل کابل ته د پاکستان د دغه لوړ پوړي چارواکي د سفر موخه بلل کېږي.
خو د کابل پيغامونه هم دغه پاکستاني چارواکي ته چمتو شوي دي؟
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه څرګنده کړه:«موږ دا ځل له پاکستان څخه غواړو چې ریښتیني وي له هغې څخه پرته دا سفر به کومه پایله ونهلري.»
خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د واشنګټن تازه تګلاره د افغانستان پر وړاندې سرغړونه بولي، دی د کابل او واشنګټن څخه غواړي چې د پاکستان په وړاندې کړنلاره دې بدله کړي.
د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان په دې اړه وویل:« د پاکستان حکومت او پوځ د افغانستان پر طالبانو واک لري نو ځکه هغوی باید له پاکستان څخه غوښتنه وکړي چې د سولې مخامخ خبرو ته د وسلهوالو طالبانو په راوستو کې ښه رول ولري.»
په همدې حال کې له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه له کابل سره شته سندونه له حکومته د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له وړاندیزونو دي چې باید د پاکستان لوی درستیز ته وړاندې شي.
د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز هم وايي:«په دغه سفر کې باید له پاکستان څخه وغوښتل شي چې د افغان طالبان مشران افغان حکومت ته وسپاري او د ترهګرو ځالې لهمنځه یوسو.»
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده هم څرګندوي:«افغان حکومت هغه ټول سندونه چې په واک کې لري باید پاکستان ته یې وښيي او ووايي چې د هغوی دغه کار نور د منلو وړ نه دی.»
دغه راز، تمه کېږي چې شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته روسیه به د اړیکې نړیوالې ډلې د غونډې کوربه توب وکړي.
په هغه غونډه کې به د افغانستان د حالاتو په اړه شاوخوا ۵۰ هېوادونه سلا مشورې وکړي. خو له دې مخکې دغې غونډې د افغانستان لپاره په زړه پورې پایلې نه لرلې.