درې ورځې مخکې د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ طالبانو د دوو سرتېرو سره په همغږی ۸ تنه افغان سرتېري له وسلو سره له ځانه سره بوتلل.
د دې ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې تر اوسه پورې د تښتول شویو سرتېرو برخلیک نه دی څرګند.
د بادغیس والي، محمدعمر اسحاقزی ټینګار کوي چې د یادو سرتېرو د خوشې کولو هڅې روانې دي.
ویل کېږي چې طالبانو د افغان ځواکونو زرګونه مرمۍ هم له ځانه سره وړي دي.
له دې سره هممهاله د بادغیس ولایتي شورا اندېښنه لري چې که دا لړۍ دوام وکړ نو طالبان به د افغان ځواکونو وسلې د دوی پر وړاندې وکاروي.
د ولایتي شورا رئيس، مولوي عبدالباسط صارم څرګندوي چې طالبان امنیتي بنسټونو کې د ننه نفوذ لري او په دې سره افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي.
له بلې خوا بادغیس کې د مدني ټولنې فعالان د امنیتي ځواکونو پر ناغېړی نیوکې کوي او زیاتوي چې دولتي ځواکونه باید له دفاعي حالت څخه راووځي او یرغلیز حالت دې خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ کله چې د بادغیس ولایت امنیتي ځواکونه د قادس ولسوالۍ پر لور روان وو د طالبانو له برید سره مخامخ شول او له ساعتونو نښتې وروسته یو افغان سرتېری د طالبانو اسیر شو.