Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برمک: ترهګر د توروښیښو درلودونکو موټرو سره کابل ته رالېږدول کېږي

د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک وايي چې یو شمېر ترهګر کابل ته په هغو موټرو کې رالېږدول کېږي چې تورې ښیښې لري.

مشرانو جرګې د یکشنبې پر ورځ(د غويي۱۶مه) د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس د ناامنیو د زیاتوالي او په هېواد کې د داعش ډلې د فعالیت د څرنګوالي په اړه دغې جرګې ته وربللي وو.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې پولیس د تورو ښیښو درلودونکي موټر دروي، خو د ملي شورا یو شمېر غړي هڅه کوي چې دا موټر بېرته خوشې شي:«اوس چې د کورنیو چارو وزیر او یا وزارت څلور او پنځه(غیر قانوني موټر) ودرول، زه یې نوم نه اخلم، خو هغه لویان چې اوس‎مهال په تالار کې دي او په ملي شورا کې او راځي او ايي چې دا خوښې کړه، ښه نو زه د کورنیو چارو وزیر په توګه څه وکړم.»

ښاغلی برمک وايي چې افغانستان کې کاب و۳۰ زره پولیس بې‎سواده دي او ۳۰ زره نور یې د دفاع وزارت سره یوځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هېواد کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

وروستیو ترهګریزو بریدونو کې چې کابل کې ترسره شول، د ۹ خبریالانو به ګډون ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۴۰ نور ټپیان شول.

په همدې تړاو د مشرانو جرګې غړي، محمد هاشم الکوزي وویل:«په اوسنیو شرایطو کې د ښوونکي ژوند امن نه دی، د ماشومانو او زده‎کوونکو ژوند امن نه دی.»

خو د کورنیو چارو وزیر وايي د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي او پاکستان هڅه کوي د ناامنیو په پراختیا سره خلک د دولت پر وړاندې په غصه کړي.«وايي چې ځانمرګي بریدونه کوي او حکومت د ملت لخوا سبوتاژ کوي، یوه حمله، دوې حملې چې وشې، نو خلک غصه کېږي.»

په داسې حال کې چې د داعش د فعالیتونو پراختیا، په پلازمیني کې د دوي بریدونه او همداراز د ترهګرو بریدونو نه مخنیوی د سناتورانو لخوا د پوښتنې وړ بلل کیږي خو د ملي امنیت د عمومي ریاست عملیاتي مرستیال د رسنیو په وړاندې دغو انديښنو ته ځواب ورنکړ او غونډه سري اعلان شوه. 

د کورنیو چارو وزیر وايي چې د ملي شورا یو شمېر غړي کابل کې د تورو ښيښو درلودونکو موټر له تګ راتګه ملاتړ کوي

شریک یي کړئ