د برېټانیا ځانګړې ځواکونه چې درې کاله مخکې له افغانستان څخه وتلي وه یو ځل بیا هلمند ته راځي تر څو هغه وسلهوالو طالبان په نښه کړي چې سرک غاړي ماینونه جوړوي.
دا ماینونه یاده وسلهوالو ډله د افغان ځواکونو کاروانونو د په نښه کولو لپاره جوړوي.
سن ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د بريټانیا دا ځواکونه هڅه کوي هغه کسان چې ښایې د طالبانو مشرانو په کور کې پټ شوي وي، په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ یوه برېټانوي قومندان رسنیو ته ویلي وه، چې له افغانستان څخه د دې هېواد ځواکونو وتل مخکې له وخته پرېکړه وه.
د ځانګړو ځواکونو یوې سرچینې ویلي دي چې طالبان له درېیو کلونو مخکې څخه تر اوله خپله تګلاره ډېره بدله کړې ده.
دې سرچینې زیاته کړې ده:"دلته حالت ډېر له ستونزو ډک دی. هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو د موخو په پام کې نیول دي هغه هم له سیمې بهر."
سن ورځپاڼې ويلي دي چې اوسمهال هلمند ولایت کې کابو ۶۰۰ سرتېري له طالبانو سره په نښته بوخت دي.