Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رسنۍ: کېدای شي برېټانیا په افغانستان کې ځانګړي ځواکونه پرېږدي

برېټانوۍ ورځپاڼې ټیلګراف داسې رپوټ خپور کړی، چې د برېټانیا دولت د افغانستان په خاوره کې د خپلو ځانګړو ځواکونو پرېښودو ته چمتو دی.

رپوټ کې راغلي، چې برېټانیا په افغانستان کې د سلاکارۍ ګروپ په توګه د ځانګړوځواکونو په ساتلوغور کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ځواکونه د تېرې جمعې په ورځ، په افغانستان کې د خپلې تر ټولو لویې اډې (بګرام) نه وتلي دي.

ټیلګرف ورځپاڼې د ځانګړو هوایي خدمتونو د یوه پخواني سرتېري د معلوماتو پر بنسټ، چې تر دا څه وخت وړاندې په افغانستان کې وو، لیکلي چې "د سلاکارۍ دا ګروپ به افغان ځانګړي ځواکونه روزي او هغوی ته به مشورې ورکوي."

رپوټ کې راغلي، چې کېدای شي دا ځواکونه ډېرې مودې لپاره افغانستان کې وي او یا تر هغو چې دولت ته یې شتون ارزښت ولري.

یوې جګپوړې پوځي سرچینې ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي" تراوسه دا پرېکړه نه‌ده شوې چې افغانستان کې پاتې ۷۵۰ برېټانوي سرتېري به ټول له افغانستانه وځي او که یا به یې یوه برخه کې د طالبانو د بریدونو مهال کې هم افغانستان کې وي."

تمه ده چې د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون به په دې هکله وروستۍ خبرې، د ملي امنیت شورا د دوشنبې ورځې غونډه کې وکړي.

رپوټونه دي، چې برېټانیا په افغانستان کې د سلاکارۍ ګروپ په توګه د ځانګړو ځواکونو په ساتلوغور کوي.

شریک یي کړئ