په افغانستان کې د بریتانیا فرهنګي مرکز اجرائي رئيس، کیاران دیوین د افغانستان لوړو زده کړو په برخه کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ژمنه وکړه.
نوموړي دوشنبې( د تلې۳مه) کابل کې د فرهنګي بارو رامنځته کولو ترنامه لاندې د محصلینو، حکومتي چارواکو سره په غونډه کې د هېواد لوړو زده کړو کیفیت لوړ ولو په تړاو خبرې وکړې.
نوموړی د افغانستان فرهنګي وضعیت سره د بریتانیا له مرستو هم خبر ورکوي.
ښاغلي کیاران زیاته کړه:«موږ د افغانستان فرهنګي شیانو د ساتنې په موخه بودیجه په پام کې نیولې ده د پروګرامونو په پلي کولوسره به اقتصادي او ټولنیز پراختیا ته زمینه برابره شي.»
کابل کې دغه بریتانوی چارواکی وايي، بریتانیا تیر کال د فرهنګي فعالیتونو د ښه کیدو په موخه ۲ میلیونه پونډه له فیرزکوه فهرهنګي بنسټ سره مرسته وکړه.
په کابل کې د بریټانیا فرهنګي مرکز اجرائي رئيس وايي:«بریتانیا حکومت له افغانستان سره د اوه سوه پنځو میلیونه پونډه مرستو ژمنه کړې زه په دې اند یم چې دغه پيسې به زموږ د پروګرامونوله مخې ولګول شي.»
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، په تیرو پنځو کلونو کې د افغانستان لوړو زده کړو کې دپام وړ پرمختګ شوی دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، عبدالطیف روشن څرګندوي:«د لوړو زده کړو کیفیت لوړولو په برخه کې ګامونه پورته شوي دي، خو لا هم ستونزې شته.»
د افغانستان لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو په موخه د بریتانیا ژمنې اسې مهال یادیږي چې لوړو زده کړو په نظام کې بدلون رامنځته کولو او د شته ستونزو هوايي څخه محصلین له ۱۶ کلونو راهیسې شکایت کوي.