هغه دولس کلن افغان ماشوم چې د برېټانیا په لویدیځ هېټرو هوايي ډګر کې موندل شوی وه، اوسمهال یې د ساتنې چارې دې هېواد کې یوې سیمهييزې شورا اخیستې ده.
دا برېکړه محکمې کړې او له مخې یې سرپرستې یادې شورا ته ورکړل شوې ده.
د برېټانیا قاضي برېکړه کړې ده چې د مورنۍ سیمې نه څرګندوالي له امله د دې ماشوم استول ناشونی دی او دوی به یې په موقت ډول سیمهييزې شورا ته وسپاري تر څو ټولنیز خدمتونو ته لاسرسی ولري.
قاضي ویلي دي چې دي چې د برېټانیا د کډوالۍ دفتر به د دې ماشوم په اړه پرېکړه وکړي.
دا ماشوم وایي، مور یې دی لندن دی لندن ته د ښه ژوند کولو په موخه لیږلی او د سفر لګښت یې ورکړی دی.
قاضي څرګنده کړې ده چې تر اوسه نه پوهېږو دا چې دا ماشوم څنګه د هېټرو هوايي ډګر ته د ننه شوی دی او له کومې لارې له افغانستان څخه برېټانیا ته څه ډول لېږدول شوی دی.