Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دانش: له ایران او پاکستانه په مېلیونونه کډوال بېرته راستانه شوي

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن دوشنبې (د سلواغې په ۲۸مه) اسلام اباد کې د یوې غونډه کې چې د افغان کډوالو په اړه جوړه شوې وه، وویل چې په پنځو وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه په مېلیونونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ښاغلي دانش په دې هکله زیاته کړه:«پاکستان هغه مهال (افغانستان کې جګړې پر مهال) د افغانانو لپاره یو امن ځای وو او دا د دې لامل شو چې د دواړو هېوادونو دوستي هم غښتلې شي.»

هغه زیاته کړه:«له شک پرته چې د ډېر شمېر کډوالو حضور کوربه هېواد ته ستونزې رامنځته کوي، خو کډوالو د دغو هېوادونو پر اقتصاد او بیارغونې مثبته اغېزه لرلې ده.»

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د کډوالو له راستنېدو هرکلی کوي او له دغو هېوادونو غواړي چې کډوال د نورو هېوادونو په وړاندې د سیاسي اوزارو په توګه استفاده نه کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال څرګندوي:«ترهګرې ډلې پاکستان کې د کډوالو له پنډغالو جنګیالي ګوماري او په حقیقت کې له کډوالو استفاده کوي او هغوی له خپلو پنټن ځایونو ترهګریز بریدونه ترسره کوي او همدارنګه د افغانستان د قانوني دولت پر ضد، تبلیغات کوي او دې کار یې افغانستان بې ثباته کړې دی.»

ښاغلی دانش په دې اند دی چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان ونډه«حیاتي» ده او همدارنګه زیاتوي چې افغانستان هغه هېواد نه دی چې په ۲۰۰۱ز کال کې و او نه غواړي چې تېرو کلونو ته ستون شي.

ښاغلی دانش د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ مهمې ګڼي او زیاتوي افغانستان نه غواړي چې د نیابتي جګړې ډګر وي غواړي چې د سیمې د ټرانزیټ مرکز وي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې د سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو له حضوره باید سیاسي استفاده ونه شي.

شریک یي کړئ