Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بشري حقونو کمېسیون: د طالب بندیانو ازادول باید مسوولانه وي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو د ازادولو بهیر باید مسوولانه وي.

دغه کمېسیون وايي، چې حکومت باید هغه کسان ازاد نه کړي چې جنګي او بشر ضد جرمونه یې کړي وي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او رسنیو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وویل:«له شک پرته د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل لپاره طبیعي ده چې بندیان ازادېږي، خو بحث دلته دی، هغه کسان چې ازادېږي ایا په جنګي او د بشریت پر ضد جرایمو تورن دي که نه؟»

دا په داسې حال کې ده چې حکومت تېره ورځ ماښام اعلان وکړ چې ۷۱۰ طالب بندیان یې په تېرو دوو ورځو کې ازاد کړي او ټاکل شوې ده چې د دغو بندیانو د ازادولو بهیر دوام پیدا کړي.

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«افغان حکومت له پرون راهیسې ۷۱۰ تنه طالب بندیان ازاد کړي او دا بهیر به دوام پيدا کړي چې د ولسمشر د فرمان پربنسټ دوه زره طالب بندیان ازاد شي.»

طالبان هم په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د دولتي ځواکونو د ۷۳ بندیانو د خوشي کولو خبر ورکوي.

افغان حکومت وايي چې د سولې خبرو اترو لپاره ټول ګامونه اخیستل شوي دي - د طالبان بندیانو د ازادولو په شمول - او اوس د افغانانو ترمنځ د خپرو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لرو.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«موږ دغه بهیر ته بشپړ چمتووالی لرو، د افغانستان مرکچي پلاوی چمتو دی او د ملي مصالحې عالي شورا هم رامنځته شوې او موږ د مذاکرې د پيل لپاره په بشپړه توګه چمتو یوو.»

آزاد خبریال سیمع یوسفزی هم څرګندوي:«د افغانانو ترمنځ خبرې هغه مهال به پیل شي چې د طالبانو پنځه زره بندیان ازاد شي او له هغې مخکې فکر نه کوم چې طالبان دې مذاکرې ته حاضر شي.»

تراوسه افغان دولت ۲۷۱۰ طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو هم ۴۲۰ دولتي بندیان شوي کړي دي.

د دواړو لوریو بندیان په داسې حال کې خوشي کېږي چې یو طالب پلاوی له څلورو ورځو راهیسې له افغان دولت سره د سلامشورو په حال کې دی او د اختر په ورځو کې له اوربند وروسته په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره کمه شوې ده.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ وویل چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکو دوو اوونیو له طالبانو سره خبرې پیل شي.

شریک یي کړئ