هېواد کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوه راپور په خپرولو سره د معلولیت لرونکو کسانو پر وړاندې د توپيري په تړاو اندېښنه څرګندوي.
د یاد کمېسیون راپور ښیې ټولنه او ان د کورنیو لخوا معلولیت لرونکي کسان له ناسم چلند، سپکاوي، توپيرچلند او پر وړتیاوو یې نه باور سره مخامخ دي.
دغه راپور کې د ۹۷۹ معلولیت لرونکو کسانو سره د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې خبرې شوې دي، او ویل کېږي چې هېواد کې د دغو کسانو کره شمېر نه دی څرګند.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یوازینۍ معلوله کمېشنره، بنفشه یعقوبي وايي:«معلول کسان د روغتیا په اړه چې د افغانستان د ټولې ټولنې یو بنسټيز حق دی او همدارنګه د ټولو بشریت دی، له بده مرغه چې معلول کسان خپل روغتیايي حق ته بشپړ لاسرسۍ نه لري او هغه عوامل یې چې ښودلي د استوګنې له ځایه د روغتيايي مرکز د لارې لیرې والی او همدارنګه روغتونونو ته نه لاسرسۍ دی.»
د دغه رپوټ له مخې په هېواد کې معلولان نه یوازې داچې خپلو بنسټیزونو حقونو ته لاسرسی نه لري؛ بلکې یو شمېر معلولانو ان ویلي دي چې کورنۍ یې پرې شرمیږي.
د افغانستان د معلولو میرمنو د ټولنیزې شورا رییسه ذاکره خاطرزۍ چې ددې شورا د غړو شمېر اووه سوه معلولې ښځې بولي وایي؛ په هېواد کې د معلولانو پر وړاندې ستونزې تر هغې زیاتې دی چې په دغه رپوټ کې ترې یادونه شوې ده.
د افغانستان د معلولو میرمنو د ټولنیزې شورا رییسه، ذاکره خاطرزۍ زیاتوي:«د معلولانو شمېر زیات دی او مرستې بسندویې نه دي؛ معلولان ډېر څنډې ته شوې دي.»
که څه هم د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په افغانستان کې د معلولانو مشخص شمېر نشته؛ خو تردې وړاندې د سره صلیب کمېټې ویلي دي چې په افغانستان کې تر یو میلیون تنو زیات کسان د معلولیت له بیلابیلو ډولونو کړیږي او هرکال لس زره نوي معلولان د هغوی پر شمېر ورزیاتېږي.