د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت ډنډ شهاب الدین سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ۸کسانو ژوند اخیستی دی.
د یاد ولایت امنیې قومندانۍ ویاند، احمد جاوید بشارت همداراز زیاتوي چې پېښه نن(دوشنبې د لړم په ۱۳مه نېټه) شوې چې په کې شپږ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې څلور ماشومان، دوې ښځې او دوه سړي شامل دي.
ښاغلی بشارت څرګندوي پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ډنډ شهاب الدین سیمې د اکاخیلو له کلي د مسافرو یو موټر د پلخمري ښار پر لور روان و، دی زیاتوي چې د لارو په اوږدو کې موټر د سړک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.
د بغلان پولیس وايي پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې ده.
په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره پېښه غندلې او ویلي یې دي چې دغه کسان د طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.