Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ ولایت کې موټرچلولو ته د ښځو لېوالتیا

د بلخ ولایت د ترافیکو مدیر، اسدالله اسد په دې ولایت کې د موټر چلولو زده‎کړې ته د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده او په څلورو وروستیو میاشتو کې ۱۵۰ ښځو جوازونه ترلاسه کړي دي.

دی زیاتوي:«د مرغومي میاشتې را په دېخوا ۲۱۰مېرمنو د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې ده چې وروسته له امتحان څخه ۱۵۰ کسانو د موټرچلولو جوازونه ترلاسه کړل.»

په همدې حال کې هغو مېرمنو چې موټر چلول یې زده‎کړي، وايي هڅه کوي تر څو په ټولنه کې د ښځو موټر چلول بنسټيز کړي.

پروانه هغه مېرمن ده چې موټر چلول یې زده کړي دي وايي:«په مزارشریف ښار کې که یوه ښځه موټر چلوي او د تکسي چلوونکو لخوا زورول کېږي.»

رخسار حیدري بله مېرمن ده چې موټر چلول یې زده کړي دي او د بلخ له پوهنتون څخه فارغه ده، دا یو ماشوم لري او مېړه یې تشویق کړې تر څو موټر چلول زده کړي.

رخسار څرګندوي:«همدا چې مېرمنې د نارینه‎و ترڅنګ دریږي او موټر چلوي او جرئت کوي، دا زما په نظر یو ښه موکه ده.»

سره له دې چې ښځې ورته برابرو شویو موکو خوشاله دي، خو وايي چې لا هم یو شمېر ستونزې شته چې ورسره مبارزه وشي.

دښځو د حقونو فعاله، پلوشه پیوندي زیاتوي:«لا هم یو شمېر ستونزې شته، یو شمېر مېرمنې غواړي چې راشي او موټر زده‎کړي، خو بیا هم یو شمېر ستونزې شته چې کورنیو لخوا يي ممانعت شده.»

موټر چلول یو مهم مهارت شمېرل کېږي

دا مېرمنې وايي چې هڅه یې کړې ده تر څو پخواني دودونه مات کړي او په سمه توګه د موټر چلول زده کړي

شریک یي کړئ